امريکا: وسله وال برید کې د پنځو پوليسو په شمول لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۷)
د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په شيکاګو ايالات د وسله وال بريد په ترڅ کې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي رسنۍ وايي، دغه بريد پرون د جمعې په ورځ ناوخته د شيکاګو په پنځه څلوېښت کيلومترۍ ارورا ښار کې شوی دی.
د چارواکو په وينا، په ډزو کې د بريدګر په شمول پنځه کسان وژل شوي او پنځه تنه پوليس هم د بريد کوونکي په ډزو ټپيان شوي دي.
پوليس وايي، بريد کوونکی مارټين نومېږي چې پنځه څلوېښت کاله عمر لري او تر اوسه د دغه بريد انګزه نه ده معلومه.
د سيمې د پوليسو مشر کريسټين زيمان وايي، د بريد کوونکي له مقابله کوونکو پوليسو څخه مننه کوم چې د پنځو تنو ژوند يې وژغوره.
په امریکا کې په وروستيو کې د وسله والو بريدونو پيښې زياتې شوي چې ډيری امريکايان يې اندېښمن کړي دي.



