له شـرقه وروسته غربي بلاک ماتوي

غـــــــزل
محب الله صدیقی—
د نـړۍ بيا یو بل ښکیلاک ماتوي
عصـري فرعون غوندې خپلواک ماتوي
غاي وطـن مو د غــــــیرت ډګرکې
له شـرقه وروسته غربي بلاک ماتوي
ورتــه نړۍ ګــوته په غاښ راګوري
کوچنی ټولګی مو سُپر ځواک ماتوي
د پت تالــــم دومـــــره کمزوری نده
چې هر لوټــمار به يې لګیا لاک ماتوي
عــزم چې کلـک که اسباب نوي ټوله
تکــــل په رب خنــــډونه پاک ماتوي
د لنـــــډغرو (صــدیقــي)ستا غزل
د أمیـــدو د زړونـــو چــــاک ماتـوي



