ما چه میګوییم و طمبوره ما چه میګوید؟

ډاکټر یوسف اکبری
په دې وروستیو کې ټولو نړیوال په دې عقیده شول چې طالبان څوک دي او د څه لپاره مبارزه کوي؟
له تیرو څه د پاسه اوولسو کلونو راهیسې ګردې نړۍ ترهګر بلل خو د حقانیت په درک کولو سره او هم د له ضدیت نه د لاس په سر کیدو په پایله کې ګرده نړې دې حقیقت ته ورسیده چې طالبان د خپل هیواد اصلي بچیان او په ضمن کې یو داسې نه شنل کیدونکی ځواک دی چې تصور یې نور ناممکن دی. له امریکا ونیسه آن تر اروپا، عربي هیوادونو، ایران، پاکستان روسیه ټول په دې عقیده شول چې باید له طالبانو سره د خبرو له لارې د افغانستان روانه شخړه پای ته ورسول شي.
همغه و چې نړیوالو امریکا په دې قانع کړه چې له خپلو ټولو شرطونو تیر شي او د طالبانو ګردو شرطونو په منلو سره ورسره د خبرو اترو میز ته کیني چې همداسې وشول.
د همدې مذاکراتو په پایله کې د افغانستان ګرد سیاسي ګوندونه او ځواکونه هم په دې پوه شول او قناعت یې حاصل شو چې طالبان ترهګره ډله نه بلکه یو داسې ځواکمن سیاسی، دیني، نظامي ځواک دی چې ماتول يې ناشونی دی او په ضمن کې یو داسې موازي حکومت هم دی چې د اشرف غني اداره یې په وړاندې هیڅ هم نه ده، ځکه چې اشرف غني هم په خپله اقرار کړی چې که امریکایي ځواکونه نه وي نو اداره یې د طالبانو په وړاندې شپږ میاشتې هم د مقاومت شومه نه لری.
بله دا چې په ټول هیواد کې هیوادوال په خپلو سترګو ویني چې عام خلک خپل مسایل او قضایا د حل او فصل لپاره د طالبانو محاکمو ته وړي ځکه چې د اشرف غني اداره یې د حل او فصل پر ځای نوره هم پیچلې کوي او د هغه چا لپاره فیصله کوي چې پیسې ډیرې ورکړي.
او برسیره پر دې نړیوالو هم په تیره سیګار په وار وار تور لګولی چې د اشرف غني اداره یوه مفسده اداره ده چې غلا او فساد پکې اوج ته رسیدلی دی.
خو له دې ټولو سره سره اشرف غني او اداره یې لا هم له خپل خره نه کوزیږي او د ګردې نړۍ د فکر له بدلیدا او حقانیت له درک کولو سره خپل ضدیت ته دوام ورکوي او نه غواړي قدرت او چوکۍ له لاسه ورکړي.
نه په خپل ملت رحم لري نه پر خپل هیواد، غواړي جګړه نوره هم اوږده شي او دا هغه اداره ده چې ګټې یې په جګړه کې نغښتې دي.
اوس نړیوال په کوم فکر او سوچ کې دي او اشرف غني او اداره یې په کوم فکر کې، د دري متل پرې ډیر ښه مصداق کوي…



