شريعت او جمهوريت

لیکوال:عُقابي جانان
شريعت د نېکمرغيو سرچينه ده
شريعت د نعموتونو خزانه ده
شريعت سپينه رڼا سپينه ډېوه ده
شريعت د سرو ګلونو ګلدسته ده
جمهوريت د بدمرغيو سرچينه ده
جمهوريت د عذابونو خزانه ده
جمهوريت د جهالت توره تياره ده
جمهوريت خو د اغزيو کرونده ده
شريعت خو د اللهﷻ عظيم نعمت دی
شريعت خو سپين نظام د عدالت دی
شريعت خو د قرآن، حديث تابع دی
شريعت د مؤمنانو شان شوکت دی
جمهوريت په مونږ عذاب د مغربیت دی
جمهوريت کفري نظام، منافقت دی
جمهوريت دی ايجاد کړی کافرانو
جمهوریت د مؤمنانو ستر ذلت دی
شريعت خو طريقه د پېغمبر ده
شريعت له هر نظام ځينې بهتر ده
شريعت کې هم حدود اوهم قصاص شته
شريعت خو د انصاف او عدل غر ده
جمهوريت مخالفت د پېغمبر دی
جمهوريت له هر نظام ځينې بدتر دی
جمهوريت کې سود، زنا، شراب حلال دي
جمهوريت د ګناهونو سمندر دی
شريعت د پاک قران واضح تفسير دی
شريعت د پاک اسلام ښکلی تعبیر دی
شريعت خو اتفاق او اتحاد دی
شريعت خو ترجمان د يو امیر دی
جمهوريت خو د طاغوت واضح تفسير دی
جمهوريت په پاک اسلام کې لوی تغير دی
جمهوريت منافقت دی او نفاق دی
جمهوريت د سرکشيو ستر زنځير دی
شريعت نافذول هم فريضه ده
شریعت د قربانيو نتیجه ده
شریعت قران، حديث نه مستنبط دی
شریعت زمونږ د اسلافو طريقه ده
جمهوريت تنفيذ د کفر کليمه ده
جمهوریت د وحشتونو نتیجه ده
جمهوریت د لاډميکالې بندګي ده
جمهوریت د شيطانانو دسیسه ده
شريعت سپين اسلامي سوچه نظام دی
شريعت کې د هرچا خپل خپل مقام دی
شريعت عزت ورکړی مسلمان ته
شريعت د مؤمنانو احترام دی
جمهوريت خو تور وحشي کفري نظام دی
جمهوريت کې د مؤمن عزت نیلام دی
جمهوريت عزت ورکړی دی کافر ته
جمهوريت د کافرانو احترام دی
شريعت کې حاکميت د پاک قران دی
شريعت کې بندګي د پاک سبحان دی
شريعت د پاک اللهﷻ او رسول دين دی
شريعت کفر ته تندر د اسمان دی
جمهوريت کې حاکميت د پارلمان دی
جمهوريت خو بغاوت له پاک سبحان دی
جمهوريت د اسلام ضد ځانګړی دين دی
جمهوريت خو مؤمنانو ته نيران دی
شريعت د مؤمنانو ستر ارمان دی
شریعت ته اماده هر مسلمان دی
شريعت مو د ژوندون عظيمه هيله
شريعت د “عُقابي جانان” جانان دی
جمهوريت د کافرانو ستر ارمان دی
جمهوريت نه په عذاب هر مسلمان دی
جمهوريت په ژوندانه عظيم خطر دی
جمهوریت خو کفرستان، زنديقستان دی
“عُقابي جانان”



