د پروان د استناف محکمې رئيس ووژل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۸)
د پروان د والي وياند وحیده شهکار وايي، پرون ماښام د دغه ولايت د استناف محکې رئیس د وسله والو په بريد کې وژل شوی دی.
د شهکار په وينا، د محکمې مشر ميرويس له مسجد څخه کور ته پر لاره و چې د موټرسيکل سپرو وسله والو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شو.
شهکار زياتوي، تر اوسه د دغه بريد انګيزه نه ده معلومه او پوليسو يې په اړه څيړنې پيل کړي دي.
تر اوسه چا د دغه بريد مسووليت په غاړه نه دی اخيستی.



