(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۹)
د کابل ښار د يوولسمې امنيتي حوزې مربوط د پنجشير واټ سيمه کې د چسپکې ماین چاودنه کې يو تن وژل شوی دی.
د کابل د پوليسو وياند بصير مجاهد وايي، دغه چاودنه تيره شپه د اتو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.
د مجاهد په وينا، چاودنه د يوه درملتون په مالک نصرت نومي کس شوې چې خپله يې پکې ژوند له لاسه ورکړی او موټر يې تخريب شوی دی.
تر اوسه د چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې او پوليس وايي د دغه پيښې په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.


















