طالبانو خپلو پلویانو ته د کاپیسا د مدرسې د غچ اخیستلو سپارښتنه کړې

طالبانو دغه راز له اولسونو، نړیوالو بې پرې نهادونو او رسنیو څخه هم غوښتنه کړې چې د ښوونځي او مدرسې توپیر دې نه کوي او له خپلو ملي او مذهبي ارزښتونو دې کلکه دفاع وکړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۱)

وروسته تر هغه چې افغان او امریکایي ځواکونو د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په بدراب سیمه کې
د “حمیدالمدارس” په نوم سل کلنه پخوانۍ دیني مدرسه وسوځوله او ساختمان یې له خاورو سره خاورې کړ، طالبانو یې پر وړاندې توند غبرګون ښوودلی دی.

طالبانو پر یادې مدرسې د برید د غندلو تر څنګ خپلو پلویانو ته د تر ټولو سخت انتقام اخیستلو سپارښتنه کړې ده.
د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي،

“ اسلامي امارت مجاهدینو ته لارښونه کوي چې د دغه جنایت په بدل کې د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو په حساسو استخباراتي مراکزو او د شر په طرحه کونکو ځالو باندې د لویو او درنو ګوزارونو لپاره خپله تابیا ونیسي. “

طالبانو دغه راز له اولسونو، نړیوالو بې پرې نهادونو او رسنیو څخه هم غوښتنه کړې چې د ښوونځي او مدرسې توپیر دې نه کوي او له خپلو ملي او مذهبي ارزښتونو دې کلکه دفاع وکړي “ لکه څرنګه چې موږته د علم او پوهې په پلوۍ له ښونځي او پوهنتون څخه دفاع اړینه ده همدا ډول د دې خاورې له مسجد او مدرسې څخه هم دفاع کول د ټول اولس ديني او هیوادنۍ دنده ده چې باید ورڅخه ويې کړو“
د طالبانو په وینا پاڼه کې راغلي ، امریکایان غواړي په دې هیواد کې د دین جرړې وباسي، د رښتینو علماءوو د روزنې مراکز له منځه یوسي او په دې توګه خپل ناولي اشغال ته په خلاص مټ د اوږدیدا زمینه مساعده کړي.

طالبانو د کمونستي بلاک ماتې هم د مدارسو او مقدسو ځایونو ته د هغوی سپک نظر کول ښوودلي او زیاته کړې یې ده چې، په دې هیواد کې پروني کمونستي بلاک ځکه ماتې وخوړه چې هغوی د دې ملت د دیني اساساتو او شعایرو د له منځه وړلو هڅه کوله او د کمونیزم کفري مفکوره يې په دې اولس تپل غوښتل.

د یادونې وړ ده چې دغه مدرسه چې د میاګل جان آغا په مدرسه سره هم مشهوره وه او سل کلنه تاریخي مخیینه یې درلوده وړمه شپه د امریکايانو او د هغوی د داخلي ملاتړو په چاپه کې له ټولو کتابونو او درسي توکو سره یوځای وسوزول شوه.
د سیمې خلک وایي، یادې مدرسې په تیرو څه باندې سلو کلونو کې هیواد ته زرګونه علماء کرام د دیني خدمت لپاره روزلي وو

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button