چرس او بنګ، امت مسلمه د پاڼ او پړانګ تر منځ دروي
لیکوال: ب عزام
د چرسو څکول، کرهڼه او تجارت د مذاهبو په اتفاق حرام دي، د حرمت وجې او دلائل یې بې شماره دي، د لیکنې د اختصار له امله فقط له یو څو څخه یادونه کوم:
لومړی: د عقل زوال او نشه: د اسلامي شریعت عمومي قاعده ده چې هر شی نشه ولري حرام دی. په حکم د شرابو او خمرو کې شامل بلل کیږي. نبي الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: < کل مسکر خمر و کل مسکر حرام … الحدیث> (رواه مسلم ۲۰۰۳).
ټول نشه کوونکي شراب دي او ټول نشه کوونکي حرام دي. <عن ابی موسی الاشعري رضي الله عنه انه قال: أن النّبيّ صلی الله علیه وسلم بعثه الی الیمن، فسأله عن أشربة تصنع بها، فقال: وما هي؟ قال: البتع والمزر.فقال کل مسکر حرام. (بخاري: ۴۳۴۳) ابو موسی الاشعري رضي الله عنه نه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه یمن ته ولېږلو، هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د شرابو په باره کې چې هلته جوړېدل پوښتنه وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه: هغه له څه شي جوړیږي؟ ویې ویل: له وربشو او عسل. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هر نشه کوونکی شی حرام دی. مطلب دا چې هر ډول مشروبات وي چې نشه ولري هغه که هر ډول ماده او یا هر ډول کیمیاوي تعامل ولري حرام دي.
دا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: <ان الله اذا حرم شیئا حرم ثمنه> یعني یقینا الله جل جلاله چې د کوم شي د حرمت حکم کړی وي د هغې بیعه او تجارت یې هم حرام کړی دی.
په همدې درې حدیثونو باندې کفایت کوم د موضوع د اختصار له امله.
دویم: فقه علی المذاهب الاربعة، موسوعة الفقهیة، فقه اسلامي وادلته، السیاسة الشرعیة، اللجنة الدائمة للبحوث والافتاء لیکي چې د علماؤ، فقهاؤو او امامانو په اتفاق سره د چرسو، بنګو او نورو مخدراتو، زراعت او کښت کول حرام دي. دا راز حافظ ابن حجر، شیخ الاسلام ابن تیمیة او د ده شاګرد حافظ ابن القیم او نور امامان لیکي چې د چرسو څکول، کرل او تجارت حرام دي دلائل د حرمت یې په قرآن او سنتو کې بیخي ډېر دي. (فقه علی المذاهب الاربعة) ځکه چې د اسلام عمومي قاعده ده چې لا ضرر ولا ضرارفی الاسلام. په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول او یا د ضرر ځواب په ضرر سره ور کول حرام دي.
دریم: دا شیان د انسان د جسم لپاره مضر او په ټولنه کې د فسق او فجورو د خپراوي سبب ګرځي، په ټولنه کې بې امنۍ، ګډوډۍ او لویو لویو جرمونو اساسي لامل جوړیږي لکه زنا، قتل او غلا، د نوموړي کس ضرر یوازې ځانته نه دی، بلکې ضرر یې خپل کور او ټولې جامعې ته دی چې ډېر ژر سرایت کوي او همدا رنګه د انسان اندامونه بې حسه، سست او ضعیفه کوي یې چې له عبادت، کار او فعالیت څخه یې غورځوي دا بيا بالاخره د ټولنې د اوږو یو دروند پیټی ګرځي. نو بناء د اسلامي شریعت حکم دی چې د ګناه په کار کې به یو له بل سره مرسته او مدد نه کوئ! قال الله تعالی: (وتعاونوا علی البر والتقوی ولا تعاونوا علی الاثم والعدوان).
څلورم: دا رنګه اسلامي شریعت کې دا یو اصل او قاعده ده چې د مفاسدو دفعې ته د مصالحو تر جلب زیاته توجه شوې ده یعنې که چېرې په یو شي کې اسلامي جامعې او مسلمانانو ته نفع او ضرر دواړه وو نو د اسلام مبارک دین مسلمانان او د وخت امام او واکمن دې ته هڅولي دي چې د مفاسدو په دفع سره هغه لږ څه مصالح ترک کړئ!
ځکه د اسلام مبارک دین منهیاتو ته د اوامرو په نسبت په لرې کولو زیاته اعتناء او توجه کړې ده او د مصلحت تر جلبولو یې د ضرر دفع ضروري ګرځولې ده او هېڅ د خبرې مجال یې نه دی پکې پریښی او نه یې هم سهولت په کې کړی. یعني که چېرې مفسده او مصلحت سره په ټکر کې واقع شي د مفسدې دفع کول مقدم ګرځي خاصتاً بیا هغه مفسده چې په شریعت کې یې حکم د حرمت په درجه کې وي ځکه شریعت کې د ماموراتو په پرتله منهیاتو ته ډېر پام شوی دی.
په دې هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ( اذا أمرتکم بشئ فأتوا منه مااستطعتم و اذا نهیتکم عن شئ فاجتنبوه.) یعنې کله چې د یو شي په هکله درته امر وکړم، نو هومره پرې عمل وکړئ! چې ستاسو وسه او توان رسیږي او کله چې مو د یو کار څخه منع کړم نو له هغه څخه ډډه وکړئ!
په بل ځای کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: لترک ذرة مما نهی الله عنه افضل من عبادة الثقلین. د یوې هغې ذرې پرېښودل چې الله تعالی ورڅخه منعه کړې وي د انسانانو او پېریانو تر عبادت غوره دی. د همدې په خاطر د مشقت د دفع کولو لپاره د واجب پرېښودل جایز شوي دي خو د منهیاتو په کولو خصوصا کبائرو کې مسامحت او نرمي نه ده شوې پرته د ډېر سخت مجبوریت څخه.
بله قاعده: اذا تعارض المانع والمقتضي یقدم المانع. د یو کار په کولو او نه کولو کې د تعارض پر مهال نه کول مقدم دي.
یعنې که یو څوک یو حلال شي سره بل حرام شی خرڅوي نو پدې صورت کې بیعه فاسدیږي ځکه د حرام شي خرڅول ناروا او ممنوع دي.
د سیاسة الشرعیة مؤلف لیکي: چرس چې د بنګو له بوټي څخه جوړیږي حرام دي او دا په زیان، ضرر او فساد کې تر شرابو بد دي له جهته د دې عقل او فکر خرابوي، د انسان هاضمي جهاز او صحت له منځه وړي او هم تر ټولو بده دا چې چرس د انسان د شرافت، عزت او کرامت له منځه وړونکي دي او چرسي سړي ته په جامعه کې د منفور او رټل شوي په سترګه کتل کیږي.
اسلام مبارک دین چې د انسانانو د اصلاح او جوړونې لپاره راغلی او ټول تمرکز یې په دې باندې دی چې له انساني ټولنو څخه د شر، فساد، فتنو او بداخلاقیو جرړې او بوټي ورک کړي او ټولنه د مثبت او ښه تحول خواته روانه کړي نو ځکه یې د مصالحو او مفاسدو په اړه ترجیح د مفاسدو دفعې ته ورکړې ده.
نو پرته له شکه ویلی شو چې د بنګو او چرسو په کښت او تولید سره خاصو خلکو ته مالي ګټه رسیږي خو ولې ضرر او تاوان یې اسلام، مسلمانانو او ټول انسانیت ته دومره زیات دی چې حد یې نشته.
ضرر یې دومره عام دی چې د ژوند هېڅ مجال ترې خالي نه دی هم فاعل ته یعنې هغه چاته څوک چې یې څکوي او ورباندې اخته وي او هم خپلې کورنۍ او ټولنې ته لکه په دیني، جسماني او طبي، سیاسي، اخلاقۍ، اجتماعي، او اقتصادي مجالونو او عرصو کې.
دا هغه مفسده او منکر دي چې که اوس یې مخه ونه نیوله شي بیا به یې مخه نیول او له منځه وړل د ستونزمنو کارونو له جملې ځنې وي.
ځکه حضرت حسین رضي الله عنه وايي: چې د ظلم او منکر په وړاندې چې څومره ځنډ کیږي هغومره زیاتې قرباني به بیا ورکوئ.
نو اوس هم د بنګو د بوټي زراعت او کښت کاري د افغانستان په ځینو ولایتونو کې ده چې له دې جملې څخه زیات یې زابل او غزني ولایتونه دي چې له تېرو دوو کالو راهیسې دې مؤضر بوټي پکې رواج موندلی دی.
د معلوماتو له مخې له تېرو دوو کالو راهیسې په یادو ولایتونو کې د هغو کسانو شمېر چې په چرسو روږدي شوي دي بې اندازې زیات شوی دی، خاصتاً په هغو سیمو کې چې د چرسو تولید شروع شوی دی، آن د یو وړوکي کلي په نشه روږدي ځوانانو شمېر ۷۰ نفره ښودل شوی او دا شمېر په تېزۍ سره د زیاتېدو په خوا روان دی.
که نن یې په وړاندې اقدام ونشي خدای مه کړه د یو لوی ناورین شاهدان به یو چې بیا به اوبه تر ورخ تېرې وي.ځکه یاد کسان تر اوسه لا ابتدایي نشه کې دي.
په افغانستان کې د رسمي معلوماتو له مخې د پنځه میلونو په شاوخوا کې ځوانان د پوډرو او هروینو په نشه اخته دي او د دې ځوانانو سروې لا تر اوسه نه ده اعلان شوې خو زما د معلومات له نګاه نه په چرسو د روږدو کسانو شمېره تر هغې شمېرې زیاته ده کومه چې د پوډرو او هيروئینو په نشه د اخته کسانو ده.
په داسې حال کې چې د چرسو، تریاکو او نورو نشیي توکو د ترویج، خپرولو او د مسلمان ځوانانو له روږدي کولو څخه په اسلامي نړۍ کې د اسلام د دښمنانو مقصد او هدف دادی چې د اسلامي امت ځوانان لوېدلي، ضعیف، مسموم، بد اخلاقه، مالونه او جسمونه یې ضائع کړي، شهامت، او غیرت یې ختم کړي، احساس او ضمیر یې مړ کړي، عقلونه او فکرونه یې فاسد او ګډوډ کړي، د یرغل او استعمار په وړاندې یې د مقابلې روحیه او ځواک ختم کړي، مستعمره کولو ته یې اماده کړي، په مستعمره هېواد کې یې د خپلو موخو او اهدافو د تحقق او تحفظ په لار کې استخدام کړي، د آزادۍ او خپلواکۍ د لارې د غازیانو په مخ کې یې له ځانونو څخه د سپر او دېوال په حیث استعمال کړي، خپلو دښمنانو ته ماتې ور نشي کړای او د تل لپاره د غلامۍ او محکومیت په زنځیرونو وتړل شي، د کفر او طاغوت په وړاندې یې د دښمنۍ، مقابلې او مخاصمې فکر له زهن څخه خارج شي او بالاخره یوازې د شهوت او نس غلام وګرځي چې ټول تمرکز یې د نشیي شي په پیداکولو او څکولو شي څو د اسلام دښمنان په اسانۍ سره خپلو اهدافو ته رسېدلي وي نو یې همدا مؤضر، خطرناک او هلاکوونکو بوټو کر او کښت اسلامي هېوادونو ته را وارد کړ چې تقریباً لویه برخه د اسلامي دنیا هېوادونه یې پرې اخته کړل او دوی ښه په اسانۍ سره ورباندې د بادارۍ سیاست چلوي چې ښکاره بېلګه یې په عربي نړۍ کې د اسرائيلو لخوا څخه د چرسو او تریاکو رواج وو چې هغوی یې ورباندې هلاک کړل.
دا راز زموږ په ګران هېواد کې د امریکایي یرغل د دوام له لویو لاملونه څخه یو هم همدا په چرسو او پوډرو اخته ځوانان دي چې په ډېر لږه تنخا چې یوازې د دوی د چرسو لپاره لا هم بساینه نه کوي د امریکایانو په صف کې د اسلام او مسلمانانو په خلاف په جګړه اخته دي. او بې درېغه تلفات ورکوي.
دا ځکه چې دا ځوانان نوي سلنه په نشیي موادو اخته دي عقل او فکر یې له لاسه ور کړی، دوست او دښمن نشي پېژندلی، ایمان او کفر ورته اهمیت نلري، فقط د خپلې نشې د کولو لپاره د امریکایانو په غلامۍ کې د مجاهدینو په وړاندې په جګړه اخته دي چې ثمره یې کافر ته ځي زیان او تاوان یې موږ ته پاتیږي.
صلاح الدین آیوبي رحمه الله به ویل چې کفار غواړي د مسلمه امت ځوانان په فحشاء، بد اخلاقي او د شرابو، چرسو او حشیشو په نشه باندې اخته کړي څو دوی ورباندې په آرامۍ سره حکومت وکړي.
تاریخ او تجربو ثابته کړې ده چې په نشه اخته کس تمام عمر د نشې په کولو او نشیي څیز د پیدا کولو په سوچ کې وي او په فحشاء او بد اخلاقۍ اخته کس د شهوت او جنسي غريزې د سړولو او اشباع کولو په غم کې وي.چې متأسفانه صلیبي غرب همدا دواړه ناوړه امراض زموږ په مسلمانه افغاني جامعه کې په پراخه پیمانه خپاره کړي او ځوانان یې ورباندې روږدي کړي دي.
دا خو هغه کسان شول چې عملاً د کفر لپاره خپله سر او وینه قربانوي.
خو هغه ځوانان چې په نشه روږدي دي او د ولس په منځ کې اوسي، د ټولې جامعې لپاره په یو لوی ناورین او غمیزه بدل شوي دي چې فیصدي یې ورځ تر بلې ډېره په تېزۍ سره زیاتیږي.
چې یوازې د تېرو دريو کالو راهیسې چې زابل او غزني ولایتونو کې د بنګو د بوټي کرل پیل شوي، د زابل ولایت په شاجوی، ارغنداب، نوبهار، شینکۍ، شهرصفا او خاک افغان ولسوالیو کې په چرسو باندېد روږدو ځوانانو شمېر بې نهایت زیات شوی دی چې په هر کلي کې د ۶۰ او ۷۰ په شاواخوا کې نوي ځوانان ورباندې اخته شوي دي.
دا هغه غم او مرض دی چې که اوس کنټرول او دابوټی بند نشي والله عظیم هغه ناورینونه او غمونه خو به رامنځته کړي چې تاریخ به یې د ضرب المثل په توګه له ځان سره ثبت کړي.
چې بیا به یې واکمن نظام په مخه نیولو او له منځه وړلو کې عاجز او پاتې وي او هم به الله مسؤل وي.
له هغه څه چې موږ وېرېدلو او په کلکه یې شریعت د مخنیوي مؤثرې لارې په ګوته کړې دي نن ورځ د افغانستان په څېر غریب، مظلوم، محکوم او د کفارو تر سیطره لاندې هېواد کې ډېر په تېزۍ سره پر مخ روان دی او له یوې مخې یې ځوان او نوی نسل په خپلو څپو کې اخیستی او د هلاکت په لور یې روان کړی څو دوی او دا مسلمانه ټولنه د تل لپاره په جسمي، دیني، سیاسي، اجتماعي او اخلاقي بېلاریو اخته او مبتلاء کړي او هم یې له فقر او غربت سره مخ کړي. ځکه
د یوه نشيي انسان څخه یوه لویه کورني او کلی د ګړنګ په غاړه دریږي.
نو زه په ټولو علماؤو، داعیانو د قلم او لوست په خاوندانو غږ کوم چې د الله لپاره خپلې ژبې او قلمونو مو د دې بد او خطرناک بوټي د مخنیوي په پار وچلوئ، واکمن جهتونه ورباندې خبر کړئ، مجبوره یې کړئ څو عملي اقدام وکړي څو د دې مظلومې او غمځپلې ټولنې نوي نسلونو ته ترې نجات ورکړئ کنه د قیامت په ورځ به ستاسو ګرېوان او د دې ځوانانو لاس وي.
هغو علماؤو ته دا وایم چې له الله څخه ووېرېږئ ولې د ډېر لږې ګټې په خاطر چې له ځانه سره بې نهایته تاوانونه لري خلکو ته د دې بوټي د جواز فتواوې ورکوئ؟
ایا تاسو ته دا نه ده معلومه چې شریعت کې د مفاسدو له منځه وړلو کې د خاصو اشخاصو ګټو ته ترجیح نه ور کول کیږي بیا خاصتاً د هغو مفاسدو چې د هغوی حکم حرام وي.
د اسلام د یو باحساسه او دردمن ځوان په حیث معزز آمیرالمؤمنین او د رهبري شوری محترمو غړیو ته اواز، ژړا او فریاد کوم چې د مسلمه امت ځوانان او د دې امت آینده وژغورئ!!
ځکه د امت قیادت تاسو ته در له غاړې دی، تاسو یې راعیین یاست او تاسو یې مصلحین یاست د مفاسدو، منکراتو او بدیو له منځه وړل ستاسو اهمه او ضروري دنده ده.
خدای دې نه کړي که مو په دې کار کې غفلت وکړ عواقب به یې تاسو او ګرد امت مسلمه ته تر خطرناکو خطرناک وي چې بیا به یې جبران ډېر سخت وي او کفار به ناست په غرب کې وي خو اهداف به یې په شرق کې ترلاسه کیږي.
لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمایي: ( كانوا لا يتناهون عن منكر فعلوه) المائدة: 79
وقوله صلي الله عليه وسلم: إن الناس إذا رأوا المنكر فلم يغيروه أوشك أن يعمهم الله بعقاب منه. بخاري، ترمذى، ابوداود و ابن ناجه عن ابي بكر و قال الترمذي حسن صحيح.
اقول قولې هذا استغفر الله واتوب الیه.



