ليکنه: سلطان محمد (ثاقب) حصارکی
دويمه: برخه
د سولې لغوي معنا:
صلح په لغت کې روغې جوړې ته وایې. د صلحې په اړه علماؤو او د لغت پوهانو خورا ډېرې معناګانې کارولي چې موږ به په دوه معناګانو بسنه وکړو.
۱ = دجوړښت په معنا. مفردات القرآن للراغب: ۲۸۴).
۲ = د اوربندي اوجنګ بندي په معنا.القاموس الفقهي: ۲۱۵).
د سولې اصطلاحي معنا: دسولې په اړه فقهاوو بېلابېل تعریفونه بیان کړي دي او په ډېرو ډولونو يې وېشلې ده.
تعریفونه:
(1)_ احناف وایي: سوله یو داسې تړون دی چې جنګ جګړې او فساد له منځه وړي. (الدرالمختار۱۲ /۲۷۲).
(2)_ علامه ابن قدامه المقدسي رحمه الله وایي: سوله یو داسې تړون دی چې د دوه ښکیلو ډلو او اشخاصو ترمنځ روغه اوجوړه راولي. (المغني لابن قدامة ۶/ ۲۳۶).
د سولې ثبوت:
دا ښکاره خبره ده چې سوله د هر انسان طبعي غوښتنه ده او د ډېرو خلکو ارمانونه او هيلې ورپورې تړل شوي دي خو له دې سره سره په ټولنه کې داسې خلک هم ليدل کيږي چې د سولې له ارزښت څخه ناخبره وي او ترې انکار کوي نو ثبوت او مشروعیت یې په قرآن، نبوي حدیثونو، اجماع امت سره راغلې ده. الفقه الاسلامي وادلته للزحیلي ۵ / ۱۸۱ الحقانیه.
دویم هغه ایت چې الله تعالی پکې د سولې په اړه امر کړی لکه فرمایي: {وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِنْ بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِنْ فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (9)} [الحجرات: 9]
ژباړه: که مؤمنانو څخه دوې ډلې په خپلو منځو کې په جنګ شي، نو د هغوی په منځ کې صلح وکړئ! بیا که هغو څخه یوه ډله پر بلې تېری وکړي نو تېري کوونکې ډلې سره وجنګېږئ! تردې پورې چې هغوی د الله حکم ته راوګرځي بیا کله چې هغوی راوګرځي نو په مينځ کې یې په عدل سره سوله وکړئ! او انصاف وکړئ! او الله انصاف کوونکی خوښوي.
علامه شوکاني رحمه الله وايي: په تېر ایت کې د (بینهم ) پر ځای (بینهما ) ویل شوي؛ نو له دې څخه دا خبره څرګنده شوه چې د دوه کسانو تر منځ سوله غوره او اړینه ده نو د ډېرو کسانو او یا د ډېرو ډلو ترمنځ سوله لا ډېره اړینه او لازمه دی.
(۲) په دې آيت کې: فَإِنْ فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا) امر په دوه شيانو شوی: لومړی په سوله:
دویم په عدل سره: که چېرې سوله په ظلم او جبر ترسره شي او عدل په کې ونه کړای شي؛ نو دا هغه سوله نه ګڼل کيږي چې الله تعالی پرې امر کړی، بلکې دا مردوده سوله بلل کيږي.
ځکه چې امام بخاري رحمه الله په هغه سوله چې په ظلم سره وشي هغه یې مردوده بللې او ځانګړی باب يې ورته ايښی (باب اذا اصطلحوا علی صلح جور فهو مردود).
کامله سوله هغه ده چې په عدل سره وشي.
همداراز په سورت حجرات کې هم الله تعالی عامو مؤمنانو ته په خپل منځ کې د سولې په اړه امرکړی.
فرمايي: {إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ.
همداراز کله چې موسی عليه السلام د کوه طور(سیناغره ) لور ته اراده وکړه؛ نو خپل ورور هارون علیه السلام یې خپل ځای ناستی وګرځاوه او ورته يې د سولې په اړه توصیه وکړه.
لکه الله تعالی فرمايي: { وَقَالَ مُوسَى لِأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ (142)} [الأعراف: 142].
د سولې اهمیت د حدیثو په رڼا کې:
په ډېرو حدیثونوکې د سوله يز ژوند تېرولو په اړه پيغمبر صلی الله عليه وسلم خپل امت ته امر کړی چې له شخړو او اختلافاتو څخه ځانونه وژغورئ! نېکمرغي په شخړو نه بلکې په سوله او سوکاله ژوند تر لاسه کړئ! امام بخاري رحمه الله د سولې په اړه یو مستقله کتاب لیکلی او دغه کتاب یې په څوارلس بابونو کې رانغښتی دی، یو دېرش مرفوع او دوولس معلق حدیثونه او درې د صحابه کرامو رضی الله عنهم اثار په کې راوړي . فتح الباري لابن الحجر: ۵/ ۶۵۳).
ّامام مسلم رحمه الله د ابن شهاب رحمه الله څخه روايت رانقل کړی دی وايي: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه نه دي اورېدلي چې د درواغو اجازه کړې وي مګر په درې شيانو کې درواغو اجازه کړې د جګړې پر مهال د خلکو تر منځ اصلاح کولو لپاره د سړي او د ښځې په خبرو کې او يا د ښځې د سړو په خبرو کې.
تشريح:
ځينې محدثين او فقهاء د دې حديث په ظاهر عمل کوي او وايي: درواغ ويل په پورته درې ځايونو کې په ټوله معنا روا دي.
نور محدثين او ډیری فقهاء بيا وايي: په يادو درې ځايونو کې صريحي درواغ ويل نه دي روا، بلکې تعريض او توریه به کولای شي. عمدة القاري شرح البخاري: ۱۳ / ۳۸۳).
علامه حصکفي رحمه الله وايي: مراد له کذب (درواغو) څخه ښکاره درواغ نه، بلکې تعريض ده او حقه خبره هم دا ده چې له کذب څخه مراد تعريض دی نه ښکاره درواغ ردالمحتار مع الدرالمختار: ۹ / ۷۰۶.
علامه عابدين شامي وايي: د يو حاجت له کبله تعريض مباح ګرځېدلای؛ خو چې کله اړتيا نه وي بیا تعريض کول هم مباح نه دي.شامي.
ابوحازم له سهل بن سعد رضی الله عنه څخه روایت کوي چې د بني عمروبن عوف د خلکو تر منځ یو څه جنجال وو نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم له خپلو ځینو صحابه کرامو سره ورغی، د دوی تر منځ یې سوله کوله د لمانځه وخت راورسېد، رسول الله صلی الله علیه وسلم رانغی بلال د لمانځه اذان وکړ او رسول الله صلی الله علیه سلم رانغی، بلال ابوبکر ته راغی وې ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم وځنډېده او د لمانځه وخت هم پوره دی ایا ته خلکو ته امامت ورکوې؟ هغه وویل هو! که ستا خوښه وي.صحیح بخاري ۱، ۳۷۱).
له پورتني اوږد بحث څخه څرګنده شوه چې په اسلام کې سوله خورا ډېر ارزښت لري، ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دسولې د پاره دجمعې په لمانځه کې هم وروستوالی وکړ.
نور بيا….


















