کندهار: طالبانو د معروف ولسوالۍ نيولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۴)

د کندهار امنيتي سرچينې وايي، د معروف ولسوالۍ مرکز او شاوخوا امنيتي پوستې دولتي عسکرو خوشې کړي او د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

د دغه ولايت امنيتي مسؤلین هم له ولسوالۍ څخه د امنيتي ځواکونو په شاه تګ مني په وينا يې د معروف ولسوالۍ مرکز يې له خوګياڼو سيمې څخه ځکه سپينکي سيمې ته لېږدولی چې هلته ورته اکمالات ستونزمن و او وخت ناوخت پرې د طالبانو له خوا بريدونه کېدل.

طالبانو هم د معروف ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړی وياند يې يوسف احمدي رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د معروف ولسوالۍ مرکز، امنيه قومندانۍ او دغه ولسوالۍ پورې اړوند ټول تاسیسات د طالبانو لاسته ورغلي دي.

د احمدي په وينا، د يادې ولسوالۍ نورې سيمې له پخوا طالبانو سره وې او د ولسوالۍ مرکز له تير دو کلونو راهيسې کلابند و چې وخت ناوخت به يې پرې بريدونه کول، بالاخره پرون غرمه ټول دولتي پرسونل له ولسوالۍ څخه وتښتېد، د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ يې وسوځولې.

شاوخوا درې اوونۍ مخکې معروف ولسوالۍ ته پر لاره د دولتي ځواکونو يو لوی کاروان د طالبانو له خوا تر سختو بريدون لاندې راغلی و چې دولتي ځواکونو ته پکې دروند مالي او ځاني زيان اوښتی و.

دا په کندهار کې پنځمه ولسوالۍ ده چې په بشپړه توګه د طالبانو لاسته ورغله. تر دې مخکې د دغه ولايت شورابک، ميانشين، ريګستان او غورک ولسوالۍ په مکمله توګه طالبانو نيولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button