سر لیکنه
سره له دې چې د مذاکراتو نوی باب د افغانستان په ولس کې هیلې راژوندۍ کړي، خو افغانان اندیښنې هم لري، تر ټولو مهمه دا چې آیا راتلونکي چارواکي به د ولس په خوښه غوره کیږي که خپلمنځي جګړې به پیل کیږي او که هیواد به یو ځل بیا چاته سپارل کیږي؟
تجربو او تاریخ وښوده چې بهرنیان نشي کولی کابل زمونږ ویاړلی هیواد یا ونیسي او یا یې چاته ډالۍ کړي. امریکا په سیمه کې غښتلي رقیبان لري، د امریکا ټولې کړنې له نږدې نه څاري. سیمه ایز ګاونډیان یواځې پر هغه حکومت اجماع درلودای شي چې د ولس په خوښه رامینځته شي نه دا چې د کوم بهرني له لوري د سري (پټې) معاملې په پایله کې واک ته ورسیږي.
یواځې د ولس د خوښې حکومت کولی شي سیمه ایزې ښې اړیکې وساتي. د اوسني حکومت نه بریالیتوب همدا دی چې یواځې پر یوه لوري تکیه لري.
افغانان هیله لري چې د بحران د حل لاره یواځې د اسلامی امارت دریځ دی. له دی پرته بله هیڅ لار نشته پرته له دې به یواځې جنګ ځای ناستی واوسي.
افغان ولس ته باید شفافه طرحه په مخکې کیښودل شي، داسې چې د ولس تشویشونه حل کړي او د بحران لپاره د حل یوه رښتینې لار وي. جنګ د حل لار نه ده خو جهاد حتما د حل لار ده، حکومت کول یو ستونزمن کار دی خو د حکومت په وړاندې ستونزې زیږول او چریکي جنګونه خورا آسان کار دی. اسلامي امارت د حکومت کولو څو کلنه تجربه لري خو د حکومت ټوله دوره یې د اسلام د دښمنانو له لاسه په جنګ کې تیره شوه.
د راتلونکي په اړه باید محتاط اوسو او پوه اوسو چې د بحران د حل یواځینۍ لار یا رښتینې سوله او یا سوچه سپیڅلې اسلامی جهاد دی، ځکه همدا دوه لارې د ملت غوښتنه ده، د ملت له ارادې پرته بله هره لار ناکامه ده، د ملت د خوښې سره سم د یوه حکومت مینځته راتلل د آرامۍ او سوکالۍ تضمین کولای شي او دا یواځینۍ لار ده بس.
















