(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۴)
د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې د افغان او بهرنيو ځواکونو شريکو د شپنيو عملياتو- چاپو له کبله يې ژوند سخت شوی دی.
د دغه ولايت اوسېدونکو رسنيو ته ويلي، د ګډو ځواکونو عمليات تر ډيره د عامو خلکو پر ميشتو ځايونو وي، چې کورونه پکې ورانېږي، ملکي وګړي وژل کېږي او ملکيان يې اړ شوي چې له امله يې خپل کورونه او سيمې پرېږدي.
دوی ادعا کوي، چې په شپنيو عملياتو کې ملکي وګړي د طالبانو په نوم په نښه کېږي او کورونه يې ورته ويجاړوي چې ورسره د عامو خلکو ژوند او د تعليمي او روغتيايي مرکزونو چارې يې ټکنۍ کړي دي.
په عين حال کې د ميدان وردګو والي هم ځينې ستونزې مني خو وايي په وروستيو کې د دغه ولايت امنيتي وضعيت ښه شوی او زرګونه کسان چمتو شوي چې خپل امنيت په خپله ونيسي.
خو ځايي اوسېدونکي وايي، د ميدان وردګو ولايت د ډيری ولسواليو مرکزونه يوازې دولت سره دي او پاتې سيمې د طالبانو تر حاکميت لاندې دي چې نسبتاً د دولت تر واک لاندې سيمو پکې امنيت زيات دی خو د دولتي ځواکونو له خوا يې ملکي خلک نښه ګرځي.
یوازې د ميدان وردګو ولايت نه دی چې خلک يې د ګډو ځواکونو د شپنيو عملياتو څخه شکایت کوي بلکې تر دې مخکې د ننګرهار، لوګر، خوست او ګڼ شمير نورو ولايتونو کې هم په شپنيو عملیاتو ملکي خلک په نښه شوي چې خلکو يې په اړه اعراضي غونډې او لاريونونه کړي خو چارواکو او د بشري حقونو ادارو او ټولنو يې په اړه هيڅ اقدام نه دی کړی.

















