د علم زکات

عُقابي جانان—

درباندې اوړي مولانا صاحب زکات د علم

جهاد ته ورکړه په اخلاص يوڅه خيرات د علم

امت بيدار کړه په منبر د جهاد غږ پورته کړه

اللهﷻ به درکړي په عوض کې برکات د علم

په هر مجلس کې مجاهدو ته دعاوې کوه

بخل ونکړې هر ځای وېشه صدقات د علم

حق ته حق اوایه په حق باندې محکم پاتې شه

حق نه تېر نشې مضبوط ونيسه صفات د علم

هم له دوستۍ او دښمنۍ نه مؤمنان خبر کړه

چې کافران دې هم محسوس کړي اثَرات د علم

باطل ته تندر د آسمان شه پرې را اورېږه

په طواغيتو باندې وکړه عملیات د علم

ای د جهاد د سنګرونو مجاهد عالمه

رب خو دې درکړي همه واړه درَجات د علم

عالمان دي د زمکې ستوري “عُقابي جانانه”

بايد په زمکه کې خپره کړي انوارات د علم

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button