هند ته د پاکستان خبرداری او د روان وضعيت په اړه د ټرمپ څرګندونې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۴)

د پاکستان د پوځ وياند جنرال اصف غفور تيره ورځ هندوستان ته خبردرای ورکړ او ويې ويل: که پر دوی حمله وشي نو هند ته به سخت ځواب ورکړي.

اصف غفور خبريالانو ته وويل، پاکستان جګړه نه خوښوي او د هند په شمول هیچا سره د برخورد غوښتونکی نه دی خو حمله ورباندې وشي نو له خپلو ټولو امکاناتو په کار اخيستو به د حملې ځواب ورکړو.

له بله پلوه د امریکا ولسمشر ټرمپ ويلي، د هند او پاکستان اړيکې خطرناک وضعيت ته رسېدلي او د دواړو هېوادونو تر منځ دغه تاوتريخوالی بايد کم وي په وينا يې اداره د دواړو هېوادونو سره اړيکه کې ده څو  تر منځ يې کړکيچ راکم شي.

د روانې فبرورۍ مياشتې په څوارلسمه نيټه د هندي کشمير په پلواما سيمه کې پر هندي ځواکونو سرتيري بريد کې ۴۴ عسکر ووژل شوي او لسګونه نور ټپيان شول، چې له هغې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ یو بل ته خبرداري ورکړل شوي او ګواښونه رامنځته شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button