میدان وردګ: په بمبار او شپنيو عملياتو کې شل ملکي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۴)

د ميدان وردګو ولايت په جلکې ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په بمبارۍ او شپنيو عملياتو کې ګڼ کورونه ويجاړ او شل ملکي وګړي وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه عمليات د يادې ولسوالۍ په شرتوغي سيمه کې د جګړن په نوم د يوه تن کور بمبار شوی چې د جګړن په شمول د هغه د کورنۍ نهه کسان چې ميرمنې او کوچنيان هم پکې دي وژل شوي.

ځايي باوري سرچينې وايي، دغه راز د شرتوغي کلي په مسجد هم بمباري شوې چې پنځه تنه عام کليوال پکې وژل شوي دي.

همدارنګه په چتو کلي کې يې د غفار او ملاخان په نومونو د عامو خلکو کورونه بمبار کړي چې ګڼ کسان پکې وژل شوي او خلک يې له خاورو څخه د جسدونو په را ايستلو بوخت دي.

د سرچينې په وينا، په دورانيو کلي کې يې هم بمباري کړې چې يو تن سپين ږيری پکې وژل شوی او د یادې ولسوالۍ مربوط د بابک په کلي کې يې يوه مدرسه نړولې چې د مدرسې يو زده کوونکی پکې وژل شوی دی.

ويل کېږي، ښايي په عملياتو او بمبار کې د وژل شويو کسانو شمير له دې هم زيات شي ځکه چې لا هم ځايي خلک له خاورو څخه د جسدونو په رايستلو بوخت دي.

طالبان وايي، پر خلکو عمليات او بمبارۍ د داخليانو او بهرنيانو وحشت دی او ياند يې په دې اړه په يوې خبرپاڼه کې ويلي : “دغه وحشتونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې اشغالګرو او ګوډاګیانو يې د هیواد په مختلفو سیمو کې په عام ډول د ملکي خلکو وژلو او بمبارونو ته زور ورکړی او هره ورځ ملکي هیوادوال ( سپين ږيري، ښځې اوماشومان) په شهادت رسوي، بیا د مجاهدینو نوم ورکوي خپله لاسته راوړنه يې بولي او په افتخار سره يې اعلانوي.”

دا په داسې حال کې ده، چې همدا تيره شپه د میدان وردګو ولايت اوسېدونکو ويلي و چې د شپنيو عملياتو او چاپو له کبله تر پوځې راغلي او ځايي اوسېدونکي له خپلو سيمو او کورونو کډه کولو ته اړ شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button