دوی ځکه د اسلام په خلاف د مقابلې دریځ نېولی چې اسلام یې پېژندلی نه دی!!

لیکوال: عبدالله احمدي – – –
پر هر ځوان مسلمان نارینه وي که ښځینه د الله جل جلاله په لار کې د اسلام مبارک دین د اوامرو د تحقق، د اسلامي نظام د اقامه کولو او د طاغوت په وړاندې د مقابلې په سنګر کې ودریدل او د اسلامي ټولنې د جوړولو دپاره لازم او واجب ده چې خپل انتهایي کوښښ وکړي، یوازې دا کفایت نه کوي چې یو مسلمان پر خپل ځان سره راګرځي فقط شخصي او ځاني عبادتونه ادا کوي، بلکې پر هر مسلمان دا لازمه ده چې خپل ټول قوت او طاقت او د خپلې پوهې تخصص د اسلام او مسلمان لوړولو په لار کې قرباني کړي، نه دا چې د اسلام او مسلمان په وړاندې د مخالفت دریځ ونیسي او د کفر په څنګ کې د هغوی تر امر لاندې د هغوی په اشاره د اسلام او مسلمانانو په له منځه وړلو، وژلو، د مقدسو ځایونو په ورانولو او د اسلامي شعائرو په توهینولو خپله ځواني او خپله پوهه د لږو پیسو او مادیاتو په اخستلو مصرف کړي.
چې متأسفانه د نن ورځې لوی شمیر ځوانان په خپل ټول توان او طاقت سره د اسلام د ختمولو لپاره هلې ځلې او کوښښونه کوي او په همدې لار کې د کفارو لخوا څخه استخدام کړل شوي دي او د کفارو د خوشحالۍ لپاره د اسلام مبارک دین د سپېڅلو اماکنو او شعائرو بې عزتي او بې حرمتي کوي.
په داسې حال کې چې د دوی مسؤلیت د اسلام له خاورې څخه د غاصبو صلیبي لښکرو ایستل او شړل وو.
دا ځکه چې د دې ځوانانو په روزنه او تربیت کې بې غوري او غفلت شوی، د اسلام دا لویه خزانه د اسلام دښمنانو له مسلمانانو څخه غصب کړه، ویې روزله، په خپل رنګ یې ولړله، خپل فکر یې ور انسټال کړل، غربي ارزښتونه او غربي اهداف یې ورته سپیڅلي کړل، له خپل پلارني او مورني دین څخه یې پردي کړل، خپل مسلمان وروڼه او اسلامي شعائر یې ورته سپک او عادي په نظر ورکړل نو ځکه نن ورځ په ډیره لږه بیه د غربیانو د اهدافو د تحقق په لار کې قرباني ور کوي.د غربیانو په غوښتنه مسلمانان وژني. د غربیانو د اهدافو په لار کې هر ډول خنډونه له منځه وړي. د کلیسا په غوښتنه مساجد او مدارس ورانوي د مسیحي شیطانانو په اشاره مسلمان شیخان او علماء وژني.
غرب د مسلمه امت شاه رګونه په خپل لاسونو کې ونیول د همدې په توسط نن ورځ په اسلامي نړۍ کې خپل ناولي اهداف ترلاسه کوي.
خلک هم د مسلمان د کور وژل کیږي، خاوره او ټاټوبی هم د مسلمان خرابیږي او ړنګیږي له ارام او سوکاله ژوند څخه هم مسلمانان محرومه کیږی او شوي دي ثمره او ګټه ټوله د کفر دیار ته ځي، ځکه چې زموږ د ضعف نقاط کفارو په خپلو منګولو کې نیولي دي د هغوی په حمایت مو هر څه را بربادوي.
دا داسي مرضي بوټی دی چې له منځه وړل یې هم موږ ته زیان دی او پرېښول یې هم اسلام او مسلمانې جامعې ته دی!
د حل لار دا ده چې د ځوان او نسل تربیه باید په اسلام سره وشي.
له خپل دین، عقېدې، کلتور او فرهنګ څخه خبر کړل شي، دوست او دښمن ور وپېژندل شي، د اسلام او اسلامي تمدن عظمت ورته بیان او په فکرونو کې ور ځای په ځای شي.
ځکه که موږ هغو کسانو ته وګورو چې د دعوت او جهاد په لاره کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شاوخوا ولاړ ؤ وبه وینو چې اکثریت له هغوی څخه هغه څوک وو چې د ځوانۍ اولې مرحلې یې نه وې تیري شوې، خو دوی خپل ټول قوت او طاقت د اسلام د نصرت لپاره او د اسلامي ټولنې د جوړولو لپاره هیڅ نه دي سپمولي دا ځکه چې د هغوی تربیه او روزنه د داسې مربي او روزونکې په لاس کې وه چې د هغه اخلاق قران ؤ او په قرآن سره یې خلکو ته تربیت ورکاوه.
نن ورځ که موږ د خپل ځوان او نوي نسل سهي تربیه کول وغواړو قران او د غوره مربي صلی الله علیه وسلم ارشادات د امت د سترو علماؤ له وضاحت سره موجود دي فقط کار کولو ته اړتیا موجوده ده.
په اخیر کې یو ځل بیا یادونه کوم کوم ځوانان چې د کفارو په څنګ کې د هغوی په اشاره د اسلامي شعائرو په له منځه وړلو، د مسلمانانو په بې دریغه وژلو، د مساجدو، مدارسو او د علماؤ په وژلو لګیا دي اساسي علت یې دا دی چې دې خلکو ته د اسلام عظمت، ارزښت او اهمیت نه دی بیان شوی، نو ځکه په ډیره کمه بیه او لږ مادي لالچ اخستلو سره داسې ناوړه کړنې په افتخار سره کوي.



