د کابل- کندهار لارې بندیدو له امله خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۴)

د کابل – کندهار د لویې لارې موټر چلوونکي او عام خلک وایي، د دغې لارې بندیدو ورته سختې ستونزې جوړې کړې او که یې حکومت په هکله لاس په کار نه شي، ښایي بشري ناورین رامنځ ته شي.
سیمیزې سرچینې وایي له تېرو شپږو ورځو را په دې خوا د غزني په مقر ولسوالۍ کې د لارې بندیدو له امله لسګونه کسان تر شنه اسمان لاندې په سړې هوا کې د خوراکي موادو له کمښت سره مخ او بند پاتې دي.

دغه لاره له تیرو څو ورځو را په دې خوا د یو شمیر معترضو لاریونوالو لخوا وتړل شوه او لا هم تړلې پاتې.

لاریونوال د دولت د هغې کیدونکې پریکړې پر وړاندې راوتلي چې اټکل کیږي د کابل اداره غواړي، د غزني د جاغوري ولسوالۍ د ولایت درجې ته لوړه کړي؛ لاریونوال وایي چې د مقر ولسوالۍ د نفوس او مساحت له امله د غزني تر ټولو پراخه ولسوالي ده او که کومه ولسوالي د ولایت درجې ته لوړیږي، باید لومړیتوب مقر ته ورکول شي.

بلخوا بیا د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي دغه لار یو شمیر زورواکانو د شخصي ګټو لپاره تړلې او دوی هڅه کوي چې د قومي مشرانو په منځګړتوب یې بیرته پرانیزي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button