اغيار مو مدرسې او مسجدونه ورانوي او مونږ د کرکټ برياوې لمانځو!!!

ليکوال: غورځنګ

اسلامي نړې نږدې څو لسيزې کېږي چې په يوه نوم او بل نوم وژني، بې رحمه بمبارونه پرې کوي، مقدسات يې توهينوي، مسجدونه او مدرسې په دې نوم ورانوي چې ګواکې د دهشت ګردۍ ځالې دي، يوازې دا نه، بلکې له هېڅ ډول وحشت څخه هم سر نه غړوي، د دې تر څنګ وژل شوي مسلمانان په مختلفو تهمتونو باندې هم رنګوي، خو دا هر څه په خپل ځای، خو هغه مسلمانان د سړي دردوي کوم چې اوس لا په غفلت کې وخت تېروي او ځان ناخبره ښيي.

هغه مسلمانان چې د غربي نړۍ تر نېغ يرغل لاندې واقع دي، هغه خو پرېږده چې دردونه، ستونزې او مشکلات ګالي، مګر درد او ژړا په د هغو مسلمانانو په حال په کار ده چې غربيان يې مسجدونه او مدرسې په ډېر بې رحمانه شکل بمباروي خو دوی بيا هم پر ځای د دې چې د غربي او وحشي نړۍ دغه ظلم وغندي، د خپل کرکټ په غم کې ورک وي، د کرکټ شعارونه ورکوي، د کرکټ برياوې لمانځي او ان تر دې چې د کرکټ د لوبې د بايللو په ترڅ کې په چيغو چيغو او سرو سترګو ژاړي.

دغه ځوانان په دې اړه کله هم فکر نه کوي چې له اسلام سره اوس د غربي نړۍ لخوا څه روان دي؟ غرب په اسلامي نړۍ کې اوسني بې درېغه مصارف ولې تر سره کوي؟

او همداشان غربي نړۍ ولې له اسلام سره تر دومره کچې دښمني لري چې د مسلمانو وګړو پر ځای ان د دوی مقدسات هم نه پرېږدي؟

دغه ځوانان د کرکټ د بريا په مجازي خوند کې دومره ډوب تللي دي چې د اسلام اساسات او احکامات يې بلکل له ياد وتلي دي، په دې نه پوهېږي چې په کوم ډول چې دوی د خپل ژوندانه مسير روان کړی دی، پای به يې څه ډول وي؟

د کرکټ شايقين ځوانان داسې کله هم داسې فکر نه کوي چې يو وخت د بخارا، تاشقند، سمرقند، اندلس، کاشغر، فلسطين او نورو محکومو سیمو مسلمانان هم په همدغسې لهو لعبونو باندې اخته وو، چې دا دی اوس ټول د کفر او دجال په جالونو کې راګير دي، دغه ځوانان چې د کرکټ بريا تر خپل منځ په ډېر وياړ او افتخار سره يو بل ته سره تبريکوي خو د خپلو مساجدو، مدرسو او نورو مقدساتو له توهينولو او بمباردونو څخه نه دي خبر، د کرکټ لوبغاړو ته اتلان وايي خو هغه حقيقي اتلان چې د مسلمانانو د مساجدو او مدرسو د انتقام لپاره په خپل ژوند اور پورې کو او خپل ټول هر څه ورڅخه ځاروي، ورته دهشتګرد او ترهګر ښکاری.

په پای کې بايد ووايو چې دغه ځوانان بايد په دې پوه شي چې که چېرته وېښ نشي، د غربيانو وحشي پلانونه درک نه کړي، د غربيا له هغو لومو او دامونو څخه ځانونه خبر نه کړي کوم چې د همدوی د راګيرولو لپاره ورته ايښودل شوي دي، نو حال به يې د اندلس د مسلمانانو وي، يا به هم د برما د مسلمانانو په برخليک اخته وي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button