هلمند: د سختو اورښتونو له امله خلکو ته دروند مالي زیان اوښتی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۴)

د هلمند مرکز لښکرګاه اوسیدونکي وایي، وروستیو اورښتونو ورته درانده مالي زیانونه اړولي او خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

سرچینې وایي، د ورستیو بارانونو له کبله راوتلو سېلابونو د خلکو سلګونه جريبه ځمکه لاندې کړې او لسګونه کورونه اوبو وړي دي.

د هلمند د باباجي سیمې اوسیدونکو رسنیو ته ویلي، د سیلابونو له امله په دې سيمه کې شاوخوا ٩٠ کورونه نړېدلي دي.
په عین حال کې د مرکز اړوند د ولیزو سیمې خلک هم شکایت کوي چې ورستیو اورښتونو يې هم کورنه وران کړي او هم يې ورته فصلونه خراب کړي چې دغه خلک يې په هېڅ صورت د بيا جوړولو توان نه لري.

د دواړو سیمو خلک له حکومت او خيريه موسسو څخه د اړينو مرستو غوښتنه کوي او زیاتوي که اورښتونو همداسې دوام وکړ ، ښایي يو شمېر کسان هم خپل ژوند له لاسه ورکړي او د خلکو بې شمیره نور کورونه هم ونړیږي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button