اشرف غني:د هلمند د سولې فعالان دې له طالب مشرانو سره وویني

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۴)

د کابل حکومت مشر اشرف غني یوځل بیا د هلمند د سولې فعالانو له کړنو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې هغوی باید له طالب مشرانو سره وګوري.
غني دا خبرې تیر ماښام د زابل، هلمند، ارزګان او کندهار له ځوانانو سره د لیدنې پر مهال وکړې او زیاته یې کړه “ تاسو باید اوس کویټې ته ولاړ شئ او طالبانو ته ووایاست چې موږ له جمهور رئیس سره هر وخت لیدلای شو، تاسو ولې نه راسره ګورئ او غوښتنې مو نه منئ“
دغه کاروان چې ویل کیږي مالي سرچینې یې له امنیت شورا تمویلیږي،یواځې او یواځې د اوربند غوښتونکي دي او د بهرنیانو د وتلو ملاتړ په هیڅ صورت نه کوي.

د امریکا د دفاع وزارت“پنټاګون“ هم تیر کال کانګرس ته په خپل کلني راپور کې د سولییزو خوځښتونو او د علماؤ په نامه د غونډو جوړولو امتیاز خپل ګڼلی وو او دا یې پر طالبانو د فشار یوه آله یاده کړې وه.

اشرف غني په دغه غونډه کې د خبرو په یوه برخه کې یوځل بیا د مؤقت حکومت له جوړیدو سره خپل سخت مخالفت په ډاګه کړ او ویې ویل “ د افغانستان ولسمشر افغانان ټاکي ، نه اسلام آباد، تهران او مسکو؛ هغه کسان چې له خلکو ویره لري د موقت حکومت غوښتونکي دي؛ هره بهرنۍ طرحه په هیواد کې ناکامه ده“
اشرف غني داسې مهال د موقت حکومت مخالفت کړي چې د دغه ډول ادارې غوښتنه تر اوسه د طالبانو په ګډون هیڅ لوري نه ده کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button