طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما وروستي راپور ته توند غبرګون ښوودلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۵)
طالبانو د یوناما له خوا د ملکي تلفاتو اړوند وروستي خپاره شوي راپور ته توند غبرګون ښوودلی او ویلي یې دي چې “د یوناما په ګډون ګڼې بشري ادارې د ملکي تلفاتو له انساني موضوع سره د امریکايي ګټو په چوکاټ کې برخورد کوي“
په دغه راپور کې امریکایي ځواکونه په ۶ سلنه ملکي تلفاتو کې ښکیل بلل شوي، دولت پلوي ځواکونه ۲۴ او افغان امنیتي ځواکونه یواځې ۱۴ سلنه مسؤل بلل شوي دي.
راپور کې طالبانو باندې د ۳۷ سلنه ملکي تلفاتو پړه ور اړول شوې او زیاته شوې چې طالبانو په ۲۱ سرتیرو بریدونو کې ۶۴۲ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو د دغه راپور په غبرګون کې ویلي ،
“ د یوناما دا ډول له انصاف څخه لرې راپور د ملکي تلفاتو غوندې حساسې بشري موضوع څخه سوء استفاده کول بولي او داسې عمل د ملګرو ملتونو له ټولو منل شوو اصولو او خپله د یاد سازمان د تأسیس له روحې څخه خلاف عمل ګڼي“
اعلامیه زیاتوي، د ملکي تلفاتو ۸۳ سلنه پیښې په امریکايي ړندو بمبارونو، د خلکو په کورنو چاپو، د کابل ادارې د عسکرو لخوا د ثقیله وسلو د استعمال او د اربکي ملیشو لخوا د خپل سرو کړونو په نتیجه کې رامنځته کیږي چې افغان اولس يې د سر په سترګو ګوري.
طالبانو ویلي، دوی د ملکي خلکو له ژوند سره تر وروستۍ کچې احتیاط کوي او په وینا یې چې،
“یوناما داسې هيڅ بیلګه نشي ښودلی چې ثابته کړي د مجاهدینو په کوم برید کې دې په قصدي ډول ملکيانو ته دومره سلنه مرګ ژوبله اوښتې وي“
اعلامیه کې د پنټاګون هغه اعتراف ته اشاره شوې چې ویلي یې و، تیر ۲۰۱۸ کال یې له ۷۰۰۰ څخه زیات بمونه پر افغانانو اورولي دي؛
“که دیو امریکايي بم وزن اقلا ۲۰ کیلو ګرامه فرض کړو نو د امریکایانو لخواټولټال ۱۴۰۰۰۰ کیلو بارود د خلکو په کورنو، کلیو، بازارونو، مساجدو، کلینیکونو او عامه تأسیساتو غورځل شوي“
وینا پاڼه کې راغلي، دیوناما له تریبیون څخه په استفاده رسنیوته د پروپاګند د توکو په توګه په اختیار کې ورکول کیږي.
د یوناما په راپور کې راغلي تیر میلادي کال کې د افغان ځواکونو په بریدونو او عملیاتو کې ۱۱۸۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴۲۷ نور ټپیان شوي؛ په عین حال کې بهرنيو ځواکونونه د تېر کال پر مهال د ۶۷۴ ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مسؤول ګڼل شوي، چې ۹۴ سلنه یې په هوايي بریدونو کې وژل شوي او ټپیان دي.
راپور زیاتوي تیرکال ټولټال ۳۸۰۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۷۱۸۹ نور ټپیان شوي دي؛ چې له ډلې یې یواځې ۹۲۷ ماشومان وژل شوي دي.
د یوناما مشر تداماچي یاماماتو ویلي، په تیره یوه لسیزه کې له ۳۲۰۰۰ څخه زیات ولسي خلک وژل شوي او شاوخوا ۶۰۰۰۰ زره ټپیان شوي دي



