یار مې هندو زه مسلمان یم!

انجنیر عمیر ویاړ

د خدای تعالی په دې ښکلې نړۍ کې یو ځانګړې طبیعت موجود دی او هغه دا چې هر جنس له خپل جنس سره خوشاله او د آرام او سکون احساس کوي، هیڅکله به داسې څه وینې چې یو جنس دې له مخالف جنس سره په مینه وخت تیر کړی وی او د آرام احساس دې ولري، د بیلګې په توګه، چرګان له چرګانو سره، اوښان له اوښانو، میږي له میږیانو، کوترې له کوترو او چرچڼې له چرڼو او تور کراغان له تورو کراغانو او ټپوسان له ټپوسانو او بالآخره بازان له بازانو سره یو ځای ګرځي او وخت تیروي او خورا خوشاله او راحت وي، خو هیڅکله به باز ونه ګورۍ چې له ټپوس سره په هوا او یا ځمکه کې د زړه خواله ولري.
یواځې ځینې انسانان دي چې سره له عقله د بې عقله ځنارو نه بدتر کار ته لاس اچوي، او د دې فاني دنیا د ناچیز مال او متاع په خاطر له خپل مسلمان او وطندار ورور سره د ضدیت عناد او عقدې له کبله آن د خپل ازلي دښمن سره لاس یو کوي، او خلکو ته داسې ښیئ چې ګوندې مینه ورسره لري او یو د بل ملاتړي دي، خو دا تړون ډیر موقت وي او ډیر زر شړیږي. الله تعالی فرمایی چی: انما المؤمنون اخوة) او رسول الله ص فرمایی چی: المسلم اخ المسلم. خو دوی برعکس دی او د حال په ژبه وایی چې المسلم اخ الهندو او المسلم اخ المسیحی!! انا الله و انا الیه راجعون ()
د بیلګې په توګه، د نړئ په ګوټ ګوټ کې بوذایان له بوذایانو سره مینه او ناسته پاسته او اخلاص لري، هندوان له هندوانو سره په ورورۍ کې رښتینې دي، عیسویان له عیسویانو سره په اخلاص او صداقت کې دی، یهود له یهودو سره خو د خپل دین مخالف سره متحد دښمنان دي.
خو نن سبا په ډیر تأسف سره چې یواځې ځینې مسلمانان وینو چې صرف د مور او پلار نه مسلمان پیدا دی خو دا چې اسلام یې په ډالرو خرڅ کړی، نو د مسلمانانو پر ځای د مسلمانانو له دښمنانو سره د خپل مسلمان ورور پر ضد د زړه خواله پالي، د ورور خطاب ورته کوي، مینه ورسره کوي او راشه درشه ورسره کوي.
تاسې وګورۍ چې د ملي وحدت حکومت چارواکي له چا سره مینه کوي او له چا سره دښمني؟
د ملي وحدت حکومت له طالبانو سره دښمني کوی سره له دې چې طالبان هم افغانان او هم مسلمانان، خو بل پلو ته بیا د هندوانو او عیسویانو سره د ورورۍ لاس ورکوي حال دا چې هندوان او عیسویان د مسلمانانو نه پخلا کیدونکی او لرغوني دښمنان دي، آخر دا ولی؟
دا ځکه چې له عیسویانو او هندوانو تمه لري که څه خیرات ورکړی او یا یې په سخته کې په کار راشي.
کلکه دوستي ورسره پالي، ځکه چې عیسویان او هندوان سره له دې چې د دین دښمنان یې دی د دوی ولي النعمتان دی، ملیاردونه ډالر ورته را استوی، ټانکونه او موټرې یې ورکړی، وسلې یې ورکړی او تر شا یې فوځیان هم کلک ولاړ دی. او د بچیانو او میرمنو ډوډۍ یې هم د دوی په سرمایه کې نغښتې ده.
په درې ژبه کې د همدغسې انسانانو په اړه یو شعر هم شته چې وایی:
کند همجنس با همجنس پرواز
کبوتر با کبوتر باز با باز
او یوه سندره هم د همداسې خلکو پر کړنو مصداق کوی چې وایی:
یار مې هندو زه مسلمان یم
د یار لپاره درمسال جارو کومه
زمونږ ولسمشر د امریکایی عیسویانو لمن نیولې او د دفاع وزیر اسدالله خالد د خدای د هندونو لمن ونیوه او په دې تمه یې درمسال جارو کوي چې یارانه ورسره وکړي. نو خدای دې په دې مجاهد او شهید روزونکي ملت ورحمیږي، دی ملت د اسلام د دښمنان پر ضد یو نیم ملیون خپل غوره اشخاص قرباني کړل خو اوس یې سرنوشت د داسې چا په لاس ورغلی چې د اسلام سرسخته او تاریخي دښمنان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button