شیخ فریده! پټه خوله دې بهتري ده

ليکوال:ډاکټر یوسف اکبری

له کله نه چې د طالبانو او امریکا تر مینځ نیغ په نیغه د سولې خبرې پیل شوې نو سپین له توره جلا شول په دې معنی چې تر دې مخکې ټولو سولې ته د رښتینولۍ شعارونه ورکول خو له دې مذاکراتو وروسته ولیدل شول چې څوک په رښتیا هم د سولې طرفدار او څوک یې مخالف و؟

د سولې د خنډ په موخه د تور لیست مسئله پورته پورته کول، ټرمپ ته د سولې پر ضد پټې عریضې استول او بالآخره په غلامۍ کې د مالکیت سورې نارې وهل، دا ټول هغه څه وو چې د سولې پر ضد یې د ولسمشر شوم نیت څرګند کړ، سره له دې چې اوس امریکا یو ځل بیا په قطر کې نن دوشنبه د طالبانو سره د ناستې اعلان وکړ نو ولسمشر اوس ولې پټه خوله دی؟ اوس ولې د تورلیست خبره نه پورته کوي؟ په داس حال کې چې د ملا برادر اخوند په شمول زیات شمېر هغه کسانو چې په اصطلاح د امریکا په تور لېست کې هم شامل دي؛ قطر ته په آزادانه ډول سفر وکړ.

معلومه خبره ده چې قضیه ټوله د امریکا په لاس کې ده او د اشرف غني دولت په مکمل ډول بې صلاحیته دی، یوازې د ملت د تېروېستلو او د شخصي ګټو د ترلاسه کولو په موخه د مالکیت چیغې وهي او وایي چې د سولې قضیه باید د دوی په مالکیت کي وی، په داسې حال کې چې د هیڅ شي مالکیت یې هم لاس کې نشته آن چې د خپل ځان مالکیت یې هم د بل په لاس کې دی نو په یو داسې له شرمه ډک حالت کې ولې د روغې جوړې خبرې سبوتاژ کوي؟

معلومه خبره ده چې ولسمشر  غني ريښتيا هم سوله نه غواړي، ځکه چې  د سولې په راتلو يې شخصي ګټې په خطر کې غورځي.

خو دا چې امریکا او ملګرو ملتونو د ولسمشر په خوله په عامیانه  اصطلاح پیاز هم ونه خوړ نو بیا څه اړتیا ده چې هسې بېهوده چیغې نارې وهي او خپل حیثیت ملت ته نور هم رسوا کوي؟

ولسمشر ته مو مشوره دا ده چې نه د څه مالکیت لرئ! او مو هم  امریکا، نه ملګري ملتونه، نه هم  افغان ملت  چيغې او سورې اوري. او برسېره پر دې د اروپا لخوا هم په تور لیست کې شامل شوې نو ښه به دا وي چې:

شیخ فریده پټه خوله دې بهتري ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button