د سولې شورا: ښايي لویې جرګې ته طالبان هم راوغوښتل شي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۶)

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس عمر داودزی وایي،  له طالبانو به وغواړي چې په لویه مشورتي جرګه کې  ګډون وکړي.
نوموړي ویلي ،لویې جرګې ته له طالبانو څخه رسمي غوښتنه د جرګې د اداري پلاوی صلاحيت دی او په دې هکله وروستۍ پریکړه به هم هغوی کوي.

داودزی وایي، د دې جرګې د جوړولو چارې به یو ټول شموله کمیسیون مخته وړي چې د مختلفو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو استازي به په کې ونډه ولري.

داودزی زیاتوي،  په دغه جرګه کې به د ورستیو لاسته راوړنو په ټینګار او د حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د رسمي پیل لپاره تګلارې ټاکي.

نوموړي دغه راز وویل،  دجرګې غړي به د نیمه انتخابي په شکل ټاکل کیږي چې په هر ولایت کې به یې غړي د محلي چارواکو د یوې کمیټې لخوا په ګوته کیږي.
دغه جرګه کې به تر ۲ زرو کسانو ګډون وکړي چې ۳۰ سلنه به یې میرمنې وي.
نوموړي وویل،  په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له خبرو هیله لري چې د طالبانو او امریکا تر منځ دغه مذاکرات به طالبان دې ته وهڅوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button