د ایران د بهرنيو چارو وزير استعفی وکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۷)

د ايران دولتي خبري اژانس “ایرنا” د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف له خپلې دندې استعفی کړې ده.

جواد ظريف په خپل انسټګرام کې ليکلي، چې له خپلې دندې استعفی ورکوي او د کار په موده کې يې چې کومې تيروتنې کړي د هغې بخښنه غواړي.

ايرنا ليکي، د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سيد عباس موسوي د جواد ظريف استعفی تاييد کړې خو د ولسمشر حسن روحاني د دفتر رئیس محمود واعظي په خپل ټويټر ليکي: تر اوسه د جواد ظريف استعفی نه ده منل شوې زياتوي او د ولسمشر له خوا د هغه د استعفی منل کېدو خبر درواغ دی.

جواد ظريف له ۱۳۹۲کال راهيسې د ايران د بهرنيو چارو وزير پاتې شوی او د ايران او امریکا تر منځ يې تر ډيره د اړيکو په ښه کولو کې مرسته کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button