غزني: ګډو ځواکونو کلينیک ويجاړ او یو ډاکټر وژلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۷)

افغان او بهرنيو ځواکونو تيره شپه د غزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې عمليات کړي چې پر مهال يې د کلينيک د ويجاړولو تر څنګ، ډاکټر وژلی او خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

د راپور له مخې، دغه عمليات د يادې ولسوالۍ د “رسنې بازار” کې شوي چې د ځايي اوسېدونکو په وينا د صيدق الله په نوم يو ډاکټر يې په ډزو وژلی او د دغه بازار کلينيک يې ویجاړ کړی دی.

د رسنې بازار اوسېدنکي وايي، ګډو ځواکنو د ملکي خلکو د کورونو او ګڼو دوکانونو دروازې ماتې کړي، مالونه يې چور کړي زياتوي چې کليوال يې تر سهاره له کورونو بهر یخې هوا ته کېنولي و.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم بهرنيو ځواکونو د غزني، قره باغ ولسوالۍ په (فتح خان، ګارګي، کليخيلو او يارکيخيلو) سيمو کې په ملکي خلکو ډرون بريدونه کړي و چې په ترڅ کې يې څلور ملکي خلک وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.

سيمه ييزې باوري سرچينې وايي، په دغه بريدونو کې وژل شوي ټول عام خلک دي چې د مارغانو ښکار يې کاوه.

په وروستيو کې افغان او بهرنيو ځواکونو خپل شپني عمليات او د بې پيلوټه الوتکو بريدونه زيات کړي چې تر ډيره پکې ملکي وګړي په نښه کېږي او هغوي ته ځاني او مالي زيانونه اړوي.

د یوناما وروستي راپور ښيي، چې د تيرو دو لسيزو په پرتله سږ کال په افغانستان کې تر ټولو زيات ملکي وګړي وژل شوي چې ستر لامل يې د ګډو ځواکونو شپني عمليات او بمباري ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button