د صلحې غږ

شاعر: حضرت یوسف مزمل
د صلحې غـږ مـې تــر غوږ شـوى خوشـحالــي رادرومي
قـافــلې ځي هــم مــخ پــه وړانــــدې ازادي رادرومي
د يـــرغــلګــر کـــډه پــه ســره ده نور بــه وکــوچـيږي
هـېـواد به خـلاص له اشـغالګر شـي خـپلواکي رادرومي
بنــدي طـوطــي بــه دغـليــم لــه پـنــجـرو ازاد شــي
د تور وحشت زنـدان به مات شي نـنـکـيالي رادرومي
د شمــلورو پـــه پــګړۍ کــې بــه ګـــلان ټومــبمه
دبــــري زېـــري بــه هــــرلــورتــه د غــازي رادرومـي
بيـا بـه پـه يـوه ستـرخـوان را ټـول شي مرور افغـانان
د اغـيار مـخ بـه پـکې تـور شي نېـک مـرغـي رادرومـي
اې مـــزمــله! پــه سـياسي او نــظامــي مــيدان کــې
هــغه ســتايه چــې لــه غــليمه بــريالــي رادرومــي



