هندي الوتکو پر پاکستاني کشمير هوايي بريد کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۷)

هندي رسنۍ وايي، تيره شپه د درې بجو په شاوخوا کې هندي جنګې الوتکو پر پاکستاني کشمير هوايي برید کړی او ځينې سيمې يې په نښه کړي دي.

د پاکستان پوځ هم تاييد کړې چې هندي جنګي الوتکې د پاکستان هوايي حريم ته داخلې شوي او په ځواب کې يې پاکستان هم یادې سيمې ته خپل پوځ استولی دی.

هندي رسنۍ ليکي، جنګي الوتکو پاکستاني کشمير کې د جنګياليو يو مرکز په نښه کړی خو ځينې سرچينې بيا وايي چې هندي جنګي الوتکو په بالاکوټ او مظفر اباد سيمو پروازونه کړي دي.

د ای ان آی چې دفتر يې په دهلي کې دی خبر ورکړی چې د هند دولس ميراج دوه زره ډوله الوتکې د کشمير له کرښې اوښتي او د جنګياليو يو مرکز يې هدف ګرځولی خو د هند دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور تاييدوي چې د هندي الوتکو هوايي حريم کراس کړی او پاکستاني کشمير ته اوښتي دي.

په هندي کشمير پلواما سيمه کې پر هندي ځواکونو له سرتيري بريد وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې د جګړې تر بريده رسېدلي او يو بل ته يې ګواښونه کړي دي.

دغه راز تيره ورځ د خيبر پښتونخوا د روغتونونو سکرتر ډاکټر سيد فاروق جميل رسنيو ته ويلي، چې د هند له ګواښ وروسته د خيبر پښتونخوا ټولو ملکي او دولتي روغتونونو ته امر شوی چې ۲۵ سلنه روغتياي بسترې تيارې وساتي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button