د آزادی لیلا

هبةالله منتقم–
ته مویې آرمان د آزادی لیلا
ګل وطن مو وران د آزادۍ لیلا
ګران افغانستان ته په راتللو یې
دامې دی ګومان د آزادی لیلا
کله مې له زړه وځي زخمي وطن
ډېر دی په مونږ ګران د آزادۍ لیلا
خپل وطن کې حق نلرم پاتې شم
دی مونږته زندان د آزادۍ لیلا
نشته اوس هغه ګلاب ګلاب ځلمي
دي نن شهیدان د آزادۍ لیلا
بیاسپېره بادونه رژوي ګلان
دی هرخوا خزان د آزادۍ لیلا
ګوره چې هېر نکړې دا مظلوم اولس
ژاړي یتیمان د آزادۍ لیلا
وایم منتقم څه عجیبه ځلمي
شول له تاقربان د آزادۍ لیلا



