کندوز کې پولیس:   که حکومت تنخوا نه راکوي؛ عادي ژوند غوره کوو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۷)

د نورو ولایاتو په څیر کندوز کې هم د تنخوا د نه ورکړې له امله پولیس د دندې پریښودلو ته اړ شوي دي او حکومت ته یې ګواښ کدی چې که تنخوا نه ورکوي،  دوی به خپلې وسلې تسلیم او عادي ژوند به غوره کړي.

د چهاردرې ولسوالۍ يوه پوليس څارمن عبدالعزيز پژواک ته ویلي “ډېر وخت کېږي چې موږ ته يې دوشکې، بالښت او نور وسايل نه دي راکړي، د دې تر څنګ موږ ټانک لرو، خو تېل نه لرو، وسله لرو، خو د وسلې لپاره مهمات نه لرو چې دغو شيانو موږ له ډېرو مشکلاتو سره مخ کړي يو، بايد حل شي”

د چهاردرې ولسوالۍ د اربکیانو “سیمیزو پولیسو“ عمومي قوماندان سردار وایي، دوی د یو څو رپیو لپاره د طالبانو پر وړاندې ټوپک غاړې ته اچولی دی او په وینا یې چې ۳ میاشتې کیږي دولت ورته لس افغانۍ تنخوا هم نه ده ورکړې.
هغه وایي ،“که حکومت موږ ته وسله او معاش نه راکوي، ځواب دې راکړي، موږ هم خپل کور او  ژوند لرو“

پولیسو ویلي، د دې  امکان شته چې پوستې پرېږدي چې دغه کار به یوځل بيا د دې ولسوالۍ د سقوط په بیه تمام شي.

په عین حال کې  د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني د یادو پولیسو ادعا په کلکه ردوي او دا څرګندونې یې مغرضانه بولي.
انعام ویلي، دچهاردرې ولسوالۍ پوليسو ته ټول اړين امکانات ورکړل شوي  او په وینا یې چې په یاده ولسوالۍ کې تر ۲۰۰ ډیرو پوليسو ته یې د تنخوا تر څنګ هره مياشت خوراکي توکي او نور امکانات هم رسولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button