خليلزاد څوک دی؟

ليکوال: غورځنګ

په افغان کشاله کې د امريکا لخوا د سولې او مذاکراتو لپاره په ټاکل شوي پلاوي کې تر ټولو مهم شخص زلمی خليلزاد دی دا چې زلمی خليلزاد څوک دی نو دلته به يې په اړه ولولئ!

د زلمي خليلزاد کورنۍ اصلاً د لغمان اوسېدونکې ده خو البته د ناقلينو په ډله کې مزار شريف ته لېږدېدلي دي، ځکه نو نوموړی هم د بلخ په مزارشريف کې د 1951 ميلادي کال د مارچ د مياشتې په 22 مه  نېټه زېږېدلی دی، پلار يې د افغانستان د پښتون ټبر او مور يې تاجکه ده.

نوموړي لا له هغه وخته له امریکا سره د يوه خواخوږي په حيث اړيکې درلودلې کله چې پر افغانستان باندې روسانو حمله وکړه او پر وړاندې يې افغانانو پر وسله وال پاڅون لاس پورې کړ او کله چې د امريکا د هغه وخت ولسمشر (ريګن) ته د افغانستان د جهاد رهبران ورغلل نو خليلزاد د امريکايي ولسمشر او مجاهدينو د رهبرانو تر منځ د ژباړن کار اجراء کولو. له دې وروسته يې د افغانستان او امریکا تر منځ د پله حيثيت غوره کړ.

زلمي خليلزاد تر يو څه حده خپلې زده کړې په افغانستان کې تر سره کړي دي او بيا وروسته د لبنان (بيروت نومي امريکايي) پوهنتون ته تللی او هلته يې په نوموړي پوهنتون کې د ډپلوماسۍ په څانګه کې زده کړې تر سره کړي دي.

دا شان اشرف غني هم په خپله يوه وينا کې ويلي دي چې زلمی خليلزاد يې ۵۳ کلن ملګری دی، نو معلومېږي چې دواړه د لبنان په بېروت امريکايي پوهنتون کې هم دوره وو. او له هغه وخته يو بل سره پېژني.

زلمی خليلزاد په پوهنتون کې د زده کړو پر مهال له جمهوري لبرال ګوند سره مينه درلودله او بلآخره يې غړي توب هم حاصل کړ، چې د همدې له امله يې د امريکا د سياست ډګر ته ورودانګل،

مګر په 1985 ميلادي کال کې چې زلمي خليلزاد امريکايي تابعيت واخيست نو سمدستي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سياسي پروګرام جوړونې په څانګه کې ورته د سلاکار په حيث دنده ورکړل شوه.

دا چې خليلزاد چې د محصلۍ له دورې د دې شوقي وو چې د امريکا په پاليسي او حکومتي نظام کې ځان داخل کړي، تر څو د امريکا په ګټه د نړۍ د لاندې کولو لپاره پلانونه جوړ کړي چې دا ارمان يې تر سره شو.

امریکا د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې خپل پوهتونونه لري او د همدې لپاره يې جوړ کړي تر څو د مختلفو هېوادونو خلک داسې وروزي چې وروسته په خپل هېواد کې د امریکا په ګټه کار وکړي، نو په همدې اساس د لبنان په بېروت پوهنتون کې زلمی خليلزاد امريکا د خپل خدمت لپاره وړ شخص ښکاره شو او په امريکا کې يې د پاليسي جوړوونکي مهمه دنده وروسپارله.

دا هم ويل کېږي چې خليلزاد په وروستيو کې د امريکا د پاليسۍ او د ډيموکراسۍ دومره تابع وګرځېده چې د روسانو له وتلو وروسته یې بار بار امریکا ته بلنه ورکوله تر څو افغانستان ته ولاړ شي او هغه پلانونه چې یو وخت يې نظري بڼه درلوده عملي بڼه ورته ورکړي.

دارنګه څېړونکي وايي چې په 1989 ميلادي کال کې يې امريکا ته د عراق د اشغالولو لپاره جدي مشوره هم ورکړه، تر څو عراق اشغال کړي او د صدام حسين د واکمنۍ پر وړاندې د هغه وخت وسله والو ته وسله ورکړي او د صدام حسین پر خلاف يې وجنګوي. مګر امريکا په دغه کال باندې  د عراق پر وړاندې جنګ ته تیاره نشوه خو څو کاله وروسته يې تقريباً د يوويشتمې پېړۍ په پيل کې پر عراق بريد وکړ او د صدام حسین حکومت يې رانسکور کړ.

هغه محدود کسان چې د امريکا د  حکومت لپاره هر ډول پلانونه جوړوي او بيا يې د امریکا حکومت تر کار لاندې نيسي، نو خليلزاد هم يو له همدغو پلان جوړوونکو کسانو له جملې څخه دی.

لنډه دا چې خليلزاد په امریکا کې په مختلفو مهمو پوسټونو دندې تر سره کړي دي.

په پای کې بايد ووايو له کوم وخته چې امريکا غوښتي تر څو د افغانستان کشالې ته د حل لاره پيدا کړي او بیا يې زلمی خليلزاد د دې لپاره تر ټولو وړ شخص وباله، ځکه چې نوموړی له افغانانو سره خورا بلد دی. نو خليلزاد هم د دې لپاره چې له امريکا څخه بل اېواډ هم تر لاسه کړي او ځان نور هم ورته نږدې کړي نو له طالبانو سره يې د مذاکراتو په بهانه چل او فرېب شروع کړ او هڅه يې کوله چې پر طالبانو د نړيوالو فشارونو تر څنګه سيمه ييز فشار هم راوړي او په طالبانو سیاسي فشار راوړي، خو د طالبانو د ځراکت او خدای ورکړې پوهې له امله د خليلزاد چل او فرېب کار ونه کړ  نو ځکه لومړی ځل خليلزاد په خپل پلان کې ناکام او پاتې راغی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button