وریماچ: په چابهار بندر کې کاملې ونډې اخیستلو ته ژمن یو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۷)

د ترانسپورټ وزارت مالي او اداري معین امام محمد وریماچ ویلي، د کشتۍ چلونې د مسیر په جوړولو سره بهددا ښکاره کړو چې مونږ د چابهار توافقنامې ته ژمن یو.

نوموړي له اناتولیا خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي،د افغانستان خصوصي سکتور په دغه بندر کې ۶۰ میلیون ډالره پانګونه کړې او دا ددې څرګندویي کوي چې مونږ د دغه بندر اهمیت ته ژمن یو.

وریماچ هندوستان ته د لومړنۍ جوپې سوداګریزو مالونو د لیږد په هکله وویل، له هند سره مو زیاته سوداګري له هوایي لارې ده او اوس به هڅه کوو چې د خصوصي سکتور سره په هماهنګي د اوبو له لارې له یاد هیواد سره تجارتي اړیکې پراخې کړو.

نوموړي دغه راز وویل، چابهار په ابتدایي شیبو کې ده او پانګوال باید زړه مات نه کړې، ژر به دغه بندر پراخ او سوداګری به زیاته شي.

وریماچ زیاته کړه، نه شو کولی دغه بندر له هغو سره چې کلونه کیږي فعال دي پرتله کړو، مونږ به وشو کولی د ویزو د ورکړې په برخه او په چابهار کې د یوې آزادې سیمې د رامنځته کیدلو سهولتونه رامنځته کړو.
دغه راز به یو لړ نورو مهم پرمختګونه هم راولو خو دا هرڅه د دریو واړو هیوادونو “افغانستان، ایران ، هندوستان“ تر ښو اړیکو تړلي دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button