پاکستاني کشمير کې د هند دوه جنګي الوتکې نسکورې شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۸)

رويټرز اژانس خبر ورکړی چې د هند يوه جنګي الوتکه نن د چهارشنبې په ورځ د پاکستاني کشمير خواته نسکوره شوې چې دوه پيلوټان او يو ملکي کس پکې وژل شوي دي.

له بله پلوه د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د هند دوه جنګي الوتکې يې د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې نسکورې کړي دي.

د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور ويلي، د دو هندي الوتکو د نسکورولو تر څنګ يو هندي پيلوټ ژوندی هم نيول شوی دی.

له بله پلوه هندي چارواکي وايي، چې نن د چهارشنبې په ورځ درې پاکستاني جنګي الوتکې د هند تر واک لاندې سيمې ته داخل شوي چې له امله يې د سرينګر هوايي ډګر د څو ساعتونو لپاره تړل شوی و.

د هند پوځ په کشمير کې د خپلې يوې جنګي الوتکې نسکورېدل تاييد کړي وايي، د تخنيکي ستونزو له کبله نسکوره شوې ده.

په کشمير کې پر هندي ځواکونو تر سرتيري برید وروسته چې لسګونه هندي عسکر پکې ووژل شول د پاکستان او هند اړيکې ترينګلي شوي دي.

هندي الوتکې پرون د پاکستان تر واک لاندې په کشمير هوايي بريدونه وکړل چې د هندي چارواکو په وینا لسګونه د جیش محمد ډلې وسله وال يې وژلي خو پاکستان بيا وايي دغه بريدونه پر ملکي ميشت ځايونو شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button