طالبان: د هند او پاکستان ستونزې په اړه مو له هيڅ رسنۍ سره خبرې نه دي کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۸)
طالبانو د رويټرز راپور رد کړ چې ګنې ویاند يې ذبیح الله مجاهد ورته ويلي چې د هند او پاکستان تر منځ تازه شخړه به د افغانستان د سولې پروسه زيانمنه کړي.
تر دې مخکې رويټرز خبري اژانس خبر ورکړی و چې د طالبانو وياند ورته ويلي، که د هندوستان او پاکستان تر منځ وضعيت لا کړکيچن شي نو د طالبانو او امريکا تر منځ د سولې خبرې به اغيزمنې شي.
خو تازه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي، د هند او پاکستان تر منځ د راولاړې شوې ستونزې په اړه يې تر اوسه هيڅ کومې رسنۍ سره خبرې نه دي کړي زياتوي: “د هند اوپاکستان ترمنځ د ستونزې په اړه د اسلامي امارت د ویاند په حواله د رويټرز آژانس لخوا یو جعلی خبر خپور شوی، چې هیڅ حقیقت نه لري موږ د رویټرز په ګډون له هیڅ رسنۍ سره هم په دې ارتباط کومه خبره نه ده کړی”.
په وروستيو کې څو ځلې د رويټرز اژانس د طالبانو له خوا ورته ډول راپورونه خپاره کړي چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا په رسمي توګه رد شوي دي.
له تيرو شاوخوا دوه اوونيو راهيسې د پاکستان او هند تر منځ په کشمير کې حالات ترينګلي شوي او يو بل ته يې د سترو بريدونو ګواښونو کړي.
پرون هندي الوتکې د پاکستان تر واک لاندې کشمير سيمې ته ننوتې وې او بمبارۍ يې وکړې، نن بيا پاکستانۍ جنګۍ الوتکې هندي خاورې ته داخلي شوې او ځينې سيمې يې په نښه کړي دي.
دغه راز د پاکستان پوځ ادعا کوي چې نن چهارشنبه يې د هندي ځواکونو دوه جنګي الوتکې نسکورې کړي، دوه پيلوټان وژل شوي او يو تن ژوندی نيول شوی دی.



