(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۷)
طالبانو په یوه پیغام کې ویلي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو په لړ کې پرون د دواړو لوریو دتخنیکي ګروپونو ترمنځ دبهرنیوځواکونو په وتو خبرې وشوې،چې نن هم ترغرمې په همدې موضوع خبرې دوام لري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې نن له غرمې وروسته به دافغانستان له خاورې څخه چاته دضرر نه رسولو په څرنګوالې خبرې کیږي.
نوموړي ویلي، دغه ناستې د دوی د مذاکراتي ټیم د رئیس محترم عباس ستانکزي په مشري روانې دي.
بلخوا بیا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته ویلي چې د طالب او امریکا د استازو هڅه دا ده چې نن دخبرو پر اصلي اجنډا چې ” له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو او دا چې هېچا ته به افغان خاوره د نورو پرضد کارولو ته نه پرېښودل کېږي“ په تړاو یوې پایلې ته ورسېږي.
شاهین ویلي، د افغان شخړې په تړاو ځینې کورنۍ مسئلې شته چې د اجنډا له مخې پرې وروسته خبرې کېدای شي


















