پاکستان ته له افغانستان څخه ټول پروازونه وځنډیدل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۷)
د افغانستان د ملکی هوایي چلند ادارې ویلي چې پاکستان ته یې ټول هوایي پروازونه ځنډولي ځکه د دغه هیواد هوایي حریم د پروازونو پر مخ تړل شوی دی.
یادې ادارې خپلو بین المللي دوستانو ته د افغان هوایي حریم د اطمینان ترڅنګ ویلي، چې تر دوهم ځلي خبرتیا پورې دې پاکستان ته له افغانستان څخه هیڅ الوتکه پرواز نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې نن ورځ د کامیر هوایي شرکت اړوند یوه الوتکه چې د پاکستان له لارې هند ته روانه وه، د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې او بیرته افغانستان ته ګرځول شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د هند او افغانستان د شخړې په بهیر کې پاکستان نن د هند دوه جنګي الوتکې را نسکورې کړې دي.



