اتمر: طالبان یواځې له بهرني“نیواک“ سره ستونزه لري د قومونو خلاف نه دي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۷)

د کابل حکومت د ملي امنیت پخوانی سلاکار او د راتلونکو جمهوري ریاست ټاکنو لپاره نوماند حنیف اتمر وایي، طالبان په افغانستان کې له ټولو قومونو سره رغنده او ښې اړیکې لري او یواځنۍ ستونزه یې د بهرنیانو نیواکګر حضور دی.

اتمر الجزیرې ته په خبرو کې ویلي، له زیاتره طالب مشرانو سره یې چې خبرې کړې، هغوی د افغانستان له قومونو سره هیڅ راز ستونزه نه لري او نه یې هم تر اوسه د قوم او ژبې په نوم د چا خلاف ګام ایښی دی.

اتمر زیاته کړې، د طالبانو اصلي ستونزه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو قواو له پوځي حضور سره ده؛ چې هغوی ته د زغملو وړ مسئله نه ده.
هغه دغه راز ویلي، “طالبان د سولې له موضوع سره موافق دي، اما اوس به په عمل کې و ګورو چې څه کوي.“
نوموړي د داعش ډلې ډلې ډیری جنګیالي بهرنیان بللي او په وینا یې چې د غه جنګیالي ډیورنډ له کرښې پورې غاړه کې خوندي مراکز لري

اتمر وویل، که طالبان سوله وکړي، داعش ته د سر پورته کولو ځای نه پاتې کیږي او همغه مهال له منځه وړل کیږي.

د یادونې وړ ده چې حنیف اتمر دخپل واک پر مهال په دې تورن و، چې له داعش ډلې سره یې اکمالاتي او لوژیستیکي مرستې ترسره کړې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button