ليکوال: غورځنګ
په نږدې تېرو ورځو کې په مقبوضه کشمير کې د هند پر پوځي کاروان باندې د خونړي بريد په ترڅ کې تقريباً پنځوس هندي پوځيان ووژل شول، دا چې د دې خونړي بريد پړه په پاکستان کې مېشتې وسلوالې ډلې (جيش محمد) په غاړه واخيسته، نو هند هم په پاکستان تور پورې کړ چې بريد په پاکستان کې طرحه شوی او بیا يې ورڅخه غوښتي چې عاملين دې د هند منګولو ته وسپاري، خو پاکستان بيا د هند دا ډول تورونه تل رد کړي دي او له هند څخه يې د دا ډول تورونو ثبوت غوښتی دی. چې په پايله کې هند پاکستان ته اخطارونه ورکول شروع کړل، ان تر دې چې تېره ورځ هندي الوتکو د پاکستان په بالاکوټ سيمه باندې بمباري وکړه او په دې بمبارد کې يې د ډېرو پاکستانيو پوځيانو او د وسلوالو د وژلو ادعا هم وکړه. خو نن بيا پاکستانيو رسنيو کې ډېر په ځغرده راپور خپور شو چې ګواکې د پاکستان په حريم کې يې دوه هندي الوتکې ويشتلې دي.
دا چې هندوستان اوس پاکستان ته اخطارونه ورکوي، نو له دې سره سړي ته د هند تېر تاریخ ورياد شي، چې په تېر تاريخ کې هندوستان په څومره ملکونو باندې حملې کړي دي او څومره ملکونه يې تر خپلې سلطې او واک لاندې راوستلي دي؟
نو راځو او د هندوستان په تېر تاريخ باندې لږ رڼا اچوو!
کله چې عربو مسلمانانو افغانانو ته د اسلام مبارک دين راووړ او افغانان يې به دې دين باندې مزين او ښکلي کړل نو افغانانو هم د دې دين خدمت د زړه له کومې پيل کړ او ان تر دې چې د هندوستان په ساره او اږده کې يې دا دين په بې درېغو قربانيو سره خپور کړ.
د افغانانو له جملې څخه لومړني خلک غزنويان وو چې د هندوستان زیاترو سيمو ته يې اسلام ورساوه، ان تر دې چې د هندوانو تاريخي بت (سومنات) يې هم وران او ويجاړ کړ، چې په دې وجه سلطان محمود غزنوي ته د بت شکن لقب هم ورکړل شو.
دويمه دوره چې په هند کې يې اسلام ته نوره وده هم ورکړه، غوریان دي چې هلته يې د اسلام د خپراوي چارې په غاړه واخيستلې او د خپلو لښکرکشیو پواسطه يې خپل نوم په تاریخ کې په زرينو کرښو وليکه، له غوريانو څخه وروسته قطبيه لړۍ وه چې په هند کې يې خپله واکمني پيل کړه او نږدې ټول هند یې تر خپل قيادت لاندې راووست، دارنګه له قطبيه لړۍ څخه وروسته دغه چارې مغل مسلمان (ظهيرالدین محمد بابر) په غاړه واخيستلې چې د ډېرو جګړو په ترڅ کې یې په هند کې د خپلې واکمنۍ بنسټ کېښود چې دا په هند کې د مسلمانانو د عروج دوره وه، همداشان د بابر له واکمنۍ سره هم مهاله د هند په ځينو سیمو باندې مختلفو افغان قومونو هم وړې وړې بادشاهۍ درلودلې، چې د هغو له جملې څخه سوري کورنۍ، لودي کورنۍ، خضرخاني کورنۍ، خلجي کورنۍاو نور د يادولو وړ دي.
له دې وروسته کله چې د مغلو دوره پای ته ورسېدله نو د هند لويو قومونو، لکه مرهټيانو، سکانو، چټانو، راجپوتانو او نورو سرونه راپورته کړل او هلته يې له مېشتو مسلمانانو سره ظلمونه او زیاتي پيل کړل، په دې وخت کې په هند کې د مسلمانانو لپاره کومه داسې سرپناه واکمني يا حکومت نه وو چې د دوی د حقوقو غوښتنه وکړي او د هندوانو او سکهانو له ظلمونو يې وژغوري، ځکه نو کله چې احمد شاه بابا رح په افغانستان باندې خپله سلطه ټينګه کړه نو شاه ولي الله دهلوي رح ورته د هند د مسلمانانو د مظلوميت احوال ورولېږه، چې له دې سره احمد شاه بابا رح په هند باندې د مسلمانانو په ملاتړ لښکر کشۍ پيل کړې او د هغه ځای مسلمانان یې د هندوانو او سکهانو له ظلم څخه وژغورل. او د بابا له مشهورو جګړو څخه يوه هم د پاني پت جګړه ده چې پکې درې لکه هندوانو ته ماتې ورکول شوه او زیاتره پکې ووژل شول.
که په پورته دورو کې ځير شو نو داسې دوره به پکې ونه مومو چې هندوانو او سکهانو دې پکې خپلواک نظام درلودلی وي، بلکې د اسلام له پيله بيا د انګرېزانو تر يرغل پورې پرې مسلمانانو حکومت کړی دی او دوی يې سر اوچتولو ته نه دي پرېښي.
همداشان که په دومره اوږده تاريخ کې څوک هم نشي ثابتولی چې په هندوستان کې دې د هندوانو يا سکهانو خپلواک نظام راغلی وي، بلکې همېشه يې د مسلمانانو تر حاکميت لاندې ژوند کړی دی، خو له کوم وخته چې انګرېزانو په دې سيمه باندې حمله وکړه نو هندوان او سکهان د مسلمانانو تر حاکميت خلاص شول او له انګرېزانو سره يې په ګټه د هندوستان د جوړېدلو لپاره کار شروع کړ.
اوس نو خبره دا ده چې که هندوستان هر څومره د جنګ اعلان وکړي، خو د جنګ ګټونکی هېواد نه دی او نه یې هم په تاريخ کې په کوم هېواد باندې بريد کړی دی، بلکې تقريباً څوارلس پېړۍ يې د مسلمانانو تر حاکميت لاندې تېر کړي دي.















