دخلاصون لار شورا: حکومت دې د سولې راغلی فرصت په دښمنۍ له لاسه نه ورکوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۷)

د افغانستان د خلاصون لارې شورا نن په یوه غونډه کې د امریکایانو او طالبانو تر منځ له مذاکراتو تود هرکلی کړی او پر حکومت یې ژغ کړی چې رامنځته شوی فرصت دې په لوی لاس نه بایلي.
دغې شورا پر ولسي افغانانو وروستۍ بمبارۍ په سختو ټکو غندلې او دا یې د حکومت لخوا دسولې پر وړاندې د خنډونو د رامنځته کولو لومړی اقدام بللی چې په وینا یې د حکومت دا ډول قصدي کړنې “د واقعي سولې د راوستلو په برخه کې هېڅ ډول مرسته نه شي کولای، بلکې د افغان ولس د توقع خلاف دا اقدامات د سولې په وړاندې د سبوتاژ کولو او مخنیوي په مانا دي“
شورا دغه راز په زندانونو کې پر بندیانو تیری هم غندلی او دایې هم د سولییزو خبرو د شنډولو بله هڅه بللې ده.

شورا ویلي، اوس وخت کې تر ټاکنو زیاته د سولې موضوع اهمیت لري چې باید حکومت یې د سبوتاژ کولو پر ځای کامل ملاتړ وکړي.

د شورا بشپړه اعلامیه لاندې ولولئ

په هېواد کې د روانو حالاتو په وړاندې
د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا خبري اعلامیه
چهارشنبې، 8 كب 1397
كابل
له اوږده ځنډ او او زور ازمويئ وروسته افغان ولس ته یو ځل بیا د سولې، امن او سوکاله راتلونکې په برخه کې هیلې پیدا شوې، په ځانگړې توگه کله چې ‎د طالبانو او امریکایانو لخوا د سولې مخامخ خبرې او مذاکرات په بشپړ جدیت او لوړه کچه پیل او څو پرله پسې ناستې يې برملا تر سره شوې. د روانو خبرو په اړه د مذاکراتو د دواړو غاړو سربېره، نړیوال او افغانان هم د خبرو جوتو پایلو او لاسته راوړنو ته سترگې په لار دي او هیله ده مثبتې پایلې ولري.
د سولې او ارامۍ په برخه کې له دې ټولو پرمختگونو سره سره، موږ په هېواد کې د یو لړ خنډونو او داسې کړنو شاهدان یوو، چې ښايي افغانستان په لوی لاس یو ځل بیا د ناورین پر لوربوځي او له اته لس کلن جنگ وروسته بیا هم هېواد د سولې په ځای د جنگ ډگر وي.
د هېواد په ډېری ولایتونو کې په دیني او اسلامي مرکزونو، جوماتو، ښوونیزو ادارو او د عامو خلکو په کورونو ړندې بمبارئ او د عام ولس وژنه، د دې په ځای چې د نظام د ملاتړ او بقا لامل شي، برعکس دا ولس د کرکې او نفرت په ذهنیت چمتو کېږي.
د کاپیسا په ولایت کې په مدرسه بمبار، د میدان وردگو ولایت په جلگې ولسوالۍ کې د مسجد او عامو خلکو کورونه ورانول، په چک او سید اباد ولسوالیو کې د خلکو پر کورونو بمبار، همدا راز په نرخ او جلریز ولسوالیو کې په بمباریو کې د عامو ښکاریانو شهیدانول، د هلمند په گرمسیر او سنگين ولسوالیو کې، د همدې بمباریو له امله د شهیدانو او مړو د خښولو په مهال بیا ځلي په هدیرو کې د عامو خلکو بمبارول، د کونړ ولایت په شوگام سیمه کې د لس گونو تنو شهیدانول، په لوگر ولایت کې ړنډې بې رحمه بمبارئ او بالاخره تېره ورځ د غزني ولایت اړوند د گیلان په ولسوالۍ دکانونه او یو روغتیايي کلینک بمبارول او د یو تن ډاکتر شهیدانول يې واضحې او جوتې بېلگې دي.
بل اړخ ته لیدل کېږي، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د مخامخ خبرو او مذاکراتو په مهال افغان حکومت په یو لړ داسې کړنو او اقداماتو لاس پورې کړی دی، چې د واقعي سولې د راوستلو په برخه کې هېڅ ډول مرسته نه شي کولای، بلکې د افغان ولس د توقع خلاف دا اقدامات د سولې په وړاندې د سبوتاژ کولو او مخ نیوي په مانا دي.
له دې ټولو سربېره د هېواد په زندانونو کې له جنگي او سیاسي بندیانو سره ناوړه چلند او خشونت هغه څه دي، چې د ذهنیت جوړونې او باور په ځای نفرت او دښمنۍ زېږوي.
د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا د افغانستان په دولت او نورو مشرانو غږ کوي، چې د خپلو سیاسي او شخصي گټو په ځای دې، د ولس غوښتنې او خبرې واوري او د سولې راوستولو په پار دې د هېواد په مخور، عالمانو او هغو هستیو باور وکړي، چې په دې برخه کې رغنده رول لوبوي او د سولې دا کاروان بریا ته رسولای شي. موږ یو ځل بیا په خپل دریځ ټینگار کوو، چې:
1. افغان حکومت دې په مظلومو او عامو هېوادوالو د ړندو بمباریو دا پرېکړه او لړۍ بند کړي.
2. د امریکایانو او طالبانو تر مینځ د افغانستان د سولې اړوند وروستۍ ناستې هیله بښوونکې دي، افغان حکومت د دې په ځای چې داسې کړنو او اقداماتو ته لاس اچوي، چې د سولې روانه پروسه سبوتاژ کړي، په کار ده، چې د سولې د ملاتړ او تحقق په برخه کې کوښښ وکړي او په افغان ځورېدلي ولس د خپل مسوولیت او ترحم له مخې تر خپلو سیاسي او شخصي گټو تېر شي.
3. د افغانستان په زندانونو کې جنگي او سیاسي بندیان له ناوړه صحي او ټولنیز حالت سره مخ دي، له بل پلوه امنیتي مسؤولین يې هم ورسره مناسب چلند نه کوي، چې څو ورځې مخکې په څرخي پله زندان کې د بندیانو ویشتل او یو شمېر زخمیانول يې ښه بېلگه ده. موږ په کلکه غوښتنه کوو، چې د بندیانو حقونو ته دې توجه وشي او د نړیوالو، افغاني او شرعي منل شوو نورمونو له مخې دې ورسره چلند وشي.
4. سوله او پخلاینه لوی او دروند مسوولیت دی، چې خورا لوی باور او ژمنتیا ته اړتیا لري، په دې برخه کې په ملت او منځگړو شخصیتونو باور او د روانې سولې په لړ کې د هېواد د عالمانو، مخورو او قومي اشخاصو رول خورا مهم دی او د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا همدا هستۍ راټولالی شي، نو په کار ده، چې له شته امکاناتو او واقعیتونو سترگې پټې نه شي.
سرلوړی او امن دې وي افغانستان!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button