د قطر غونډه هيلې بښونکې ده!

ليکوال: خاکسار
دا چې امریکا خپل پلاوي زلمي خليلزاد ته دنده ورکړې تر څو له طالبانو سره چې په هر قېمت وي خبرې اترې او مذاکرات پيل کړي، خليلزاد هم د طالبانو رسمي ادرس ته، چې قطر دفتر دی؛ ورغی او نېغ په نېغه يې له طالبانو سره خبرې اترې او مذاکرات پيل کړل او هڅه يې وکړه چې د طالبانو اصلي غوښتنه او اجنډا درک کړي، همداشان طالبانو هم خپل دريځ ورته روښانه کړ او ورته وې ويل چې موږ په هر صورت غواړو تر څو د افغانستان اشغال يا د امریکايانو شتون ته د پای ټکی کېږدو، خليزاد د امریکا په نماينده ګۍ له طالبانو څخه د پورتنۍ غوښتنې به ترڅ کې وغوښتل چې که امریکايان ووځي نو تاسو به هم امريکا او نورو هېوادونو ته راتلونکي کې خطر نه پېښوئ!
په همدې دوو موضوعاتو باندې تقريباً څلور ناستې په مختلفو ځايونو کې پخوا تر سره شوې او اوس هم دا دی په قطر کې پنځمه ناسته روانه ده، دغه ناسته د روانې ميلادي مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه چې لا له پخوا څخه اعلان شوې وه؛ پيل شوه، او تر اوسه هم دوام لري.
که څه هم تېرې غونډې يوازې په بحثونو باندې پای ته ورسېدلې خو دا غونډه بيا له هغو ټولو څخه توپیر لري او هغه دا چې په دې غونډه کې به د بحثونو تر څنګ توافقات هم ترسره کېږي.
دا غونډه ځکه تر نورو هغو مهمه ده چې دواړو ښکېلو خواوو ورته خوشبيني ښودلې ده او د غونډې تېرې دوه ورځې يې ښې ارزولي دي، همداشان په دې غونډه کې له دواړو لوريو څخه لوړ پورړي استازي هم برخه لري، چې د هغو له جملې څخه يې د طالبانو د رهبري شورای ځينې غړي او ملا برادر اخوند دی. او د امریکايانو له لوري د نورو مختلفو استازو تر څنګ د امريکايي قواوو عمومي قومندان سکاټ ميلر هم دی.
بايد ووايو چې غونډې ته هغه وخت هيلې او اميدونه زيات شول کله چې د طالبانو د سياسي دفتر وياند (سهيل شاهين) ويلي چې دواړه لوري له افغانستان څخه د امريکايانو پر وتلو باندې توافق ته نږدې شوي دي خو دوه ورځې غونډه ځکه وځنډول شوه تر څو دواړه خواوې له خپلو نورو ټيمونو سره تر خپل منځ سلا او مشورې وکړي. بلخوا بيا خليلزاد هم پر خپل ټويټ ليکلي وو چې ګواکې له طالبانو سره يې خبرې مثبتې روانې دي او په څلورو مهمو مسئلو باندې يې خبرې روانې دي، خو وې نه ويل چې نوموړې څلور خبرې کومې دي.
همداشان د طالبانو وياند (ذبيح الله مجاهد) هم د دې غونډې په تړاو رسنيو ته وويل: چې په غونډه کې په همدې دوو خبرو بحث شو چې هغه له افغانستان څخه د اشغالګرو ځواکونو وتل او له افغانستان څخه په راتلونکي کې امريکا او نور غرب ته د خطرونو نه پېښول دي. مجاهد صېب دا هم ويلي دي چې غونډه دوه ورځې د دې لپاره وځنډول شوه تر څو دواړه لوري له خپلو ټيمونو او مشرانو سره سلا او مشورې وکړي چې د شنبې په ورځ بيا بيا پيلېږي.
دا چې غونډې او د غونډې موضوعاتو او اجنډاوو ته دواړو لوريو خوښي څرګنده کړې ده، نو ښکاري چې امريکايان نور د افغانستان اشغال ختموي او ځواکونه باسي، بلخوا بيا طالبان هم غواړي تر څو د امريکايانو له وتلو څخه وروسته تېرې تجربې تکرار نشي او يو سالم افغانستان رامنځته شي.



