(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۹)
د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خليلزاد وايي، په قطر کې له طالب استازو سره د امریکايي لوري خبرې ګټورې وې.
نوموړي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، دا چې په دوحه کې خبرې روانې دي، په کابل کې هم د يوې ملي ډلې په جوړولو کې پرمختګونه شوي چې له طالبانو سره په خبرو کې ګډون وکړي.
خليلزاد له طالب استازو سره درې وځينۍ خبرې ګټورې بللي په وينا يې دواړه لوري به نن پنجشنبه او سبا جمعه خپلو کې سلا مشورې کوي او د شنبې په ورځ به يو ځل بيا غونډه پيل کېږي څو د څلورو مهمو مسائلو پر سر خبرې وشي.
خليلزاد د دغه څلورو مسائلو په اړه نور جزيات نه دي ورکړي خو تر دې مخکې طالبانو او امريکايي پلاوي په خپلو څرګندونو کې ويلي چې دوی په يادو مذاکراتو کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او نورې نړې ته د ګواښ نه پيښېدو پر سر خبرې کېږي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي و چې دواړه خواوې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په تړاو توافق ته نږدې شوي او زياتوي د دوو ورځو لپاره دغه خبرې ځنډول شوي څو دواړه اړخونه خپلو کې سره سلا مشورې وکړي.
د طالبانو او امريکايانو تر منځ د افغانستان د ستونزې د هواري پر سر درېیم پړاو خبرې د تيرې دوشنبې په ورځ په دوحه کې پيل شوې.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد نن رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د اسلامي امارت سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان ميلر او د قطر له مرستيال صدراعظم او نورو لوړپوړو چارواکو سره له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو او د راتلونکي افغانستان په اړه خبرې کړي دي.















