د مخابراتي شبکو لپاره د “ریل ټایم“ تړون لاسلیک شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۹)
د مخابراتو وزارت ویلي، نن یې د مخابراتي کمپنیو له مشتریانو د لس سلنې محصول د راټولولو په برخه کې د سیستم د شفافیت په موخه د ریل ټایم تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ
د دغه تړون پر مهال جمهور رئیس غني هم شتون درلوده، چې نن له غرمې وروسته د مخابراتو د وزیر شهزادګل اریوبي او د “بوستوز ګروپ” کمپنۍ ريیس “جوشواجيبوستوز“ ترمنځ لاسليک شو.
د ارګ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، “ د یاد سیستم د ایجاد اساسي موخه په هېواد کې د مخابراتي شبکو د نورو عوایدو او د (۱۰سلنه) مخابراتي محصول راغونډولو پروسه کې د خلکو د ډاډ او باور جلبولو لپاره د مخابراتي شبکو له سیستم سره د اتصال له لارې د حقیقي معلوماتو لاسته راوړنه ده او له بل پلوه د روڼتیا د تامین له لارې د هېواد ملي عواید زیاتېږي.“
د ارګ ویاند شاه حسین مرتضوي پر خپله تویټر پاڼه لیکلي، د دغه دفرمان تر توشیح کیدو وروسته په تیرو څلورو کلونو کې تر اوسه له ۱۴ میلیارده او ۵۹۰ میلیونه زیاتې افغانۍ ټولې شوې دي.
د مخابراتی کمپنیو له مشتریانو د لس سلنې محصول اخیستل د ١٣٩٤ کال د تلې مياشتې له لومړۍ نېټې پیل شول چې بیا د همدې میاشتې پر ۲۴ مه نیټه ولسي جرګې د رایو په اکثریت دغه فرمان رد کړ ؛ وروسته بیا د دواړو جرګو اداري کمیسیونونو بیرته د تائید رایه ورکړه.
تر دې وروسته په ١٣٩٦ کال کې د ولسي جرګې د اړیکو کمېسيون د دغه محصول د رد طرحه یوځل بیا جوړه او د جرګې په عمومی ناسته کې یو ځل بیا رد شو خو دا ځل یې مشرانو جرګې مخنیوی وکړ او د ولسي جرګې د پریکړې د پلې کیدومخه یې ونیوله
تر ډیره تورونه دا دي چې دغه پیسې په ارګ کې دننه د ځینو مطرحو څیرو جیبونو ته ځي او دغه راز د مخابراتي کمپنیو خاوندان او د مخابرتو وزارت چارواکي هم په دغه لویه درغلي کې ککړ بلل کیږي.



