(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۳)
د کندز ولايت څخه راپورونه وايي، چې تيره شپه طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر دولتي نظامي مرکزونو بريدونه کړي او هغوی ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د امام صاحب ولسوالۍ څخه سرچينې او قومي مشران وايي، د يادې ولسوالۍ مربوط په قرغان تپه سيمه کې د سرحدي ځواکونو پوستو سقوط کړی دی، ځينې دولتي عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه يې دقيق معلومات نه دي شوي.
د والي وياند عصمت الله مرادي دغه بريد تاييدوي خو د دولتي ځواکونو د نظامي مرکزونو له سقوطه بې خبري ښيي.
د مرادي په وينا، دغه بريد په قرغان تپه سيمه کې شوی او له بريد وروسته تر اوسه له سرحدي پوليسو سره اړيکې پرې شوي دي.
له بله پلوه طالبانو د بريد مسؤليت منلی وياند يې رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په ياده سيمه کې يوه نظامي قرارګاه، دوه پوستې طالبانو نيولي، اتلس عسکر وژل شوي او شپږ تنه يې ژوندي نيولي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د دولتي ځواکونو په زياته اندازه وسلې، مهمات او نظامي توکي هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.















