جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

ایا د الأزهر شیخ رښتیا دوهم واده حرام بولې؛ رسنیو د هغه قول سم نقل کړی؟؟

ح جلال نشرونکی: ح جلال
مارچ 4, 2019
کټګوریانې: تبصرې
0
71
ځلې شریک شوی
141
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د الأزهر شیخ: أحمد الطيب

ژباړه:  روحانی

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

په وروستيو کې د الأزهر پوهنتون شيخ امام احمد الطيب ويلي، هغه څوک چې له يوې د زياتو ښځو کولو او د اولادونو په راوړلو کې عدالت نه شي کولی نو زياتې ښځې دې نه کوي ځکه چې نا انصافي ترې ونه شي.

د نوموړي خبرې ځينو رسنيو او فعالانو غلطې تعبير کړي خو د ازهر رسنيز مرکز وېبپاڼه ليکي، د شيخ احمد طيب په مطلق ډول له يوې د ډېرو ښځو حراموالی نه دی اعلان کړی ، بلکې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر پر ۱۷ مه یې د فتوا یوه نړیوال کنفرانس ته وینا کې ویلي وو چې: “غواړم ووایم د څو ښځو لرلو حق لغوه کولو د قانون بلنه نه درکوم.‌بلکې هر هغه قانون ردوم چې د قرآن کریم او پاکو احادیثو قانون او تشریع ویجاړوي.”

هغه ويلي، عدالت د تجربې لپاره ندی پریښودل شوی په دې معنی چې یو شخص دوهمه ښځه کوي که عدالت یې وکړ نو پر مخ دې ولاړ شي کنه نو طلاقوي به یې.

امام احمد الطیب ټینګار کړی چې د زیاتو ښځو کول په اسلام کې، یو مشروط او مقید شوی عمل دی، دې څرګندونو په ټول مصر کې یو جنجال راپارولی.

دا لومړی ځل ندی چې نوموړی شیخ د دې موضوع په اړه دا ډول څرګندونې کوي، نوموړی چې کله په کال2010 دغه منصب ته رسیدلی نو په کال 2016 یې دا او دې ته ورته څرګندونې کړي په ځانګړې توګه هغه مهال چې کله عبدالفتاح السیسی په کال 2014 کې د حکومت واګي ترلاسه کړل نو وروسته یې د دیني اواز د نوي کولو غږ پورته کړ.

خو دا ځل لومړی ځل دی چی په غیر مشروط ډول د ښځو تعداد ظلم بولي.

د تیرې شنبې له ماسپښین نه وروسته الازهر پوهنتون رسما اعلامیه خپره کړه چې پکې یې ټینګار کړی او د هغو خپرونو په تعقیب یې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ویلي دی چی الامام الطیب د ښځو د تعدد په اړه په مطلق ډول د تعدد د منعې او حراموالي په اړه څه نه دي ویلي.

اعلامیې ټینګار کړی چې: د یاد عالم خبرې د تعدد او هغه ایت تفسیردی چې د دې موضوع په اړه دی چې څه ډول یې د ښځو تعدد د عدالت پورې مقید کړی. شیخ پر هغه چا نیوکه کړې چې وایي د ښځو تعدد اصل دی.

د الازهر د شیخ یادې څرګندونې د مصر د ښځو د ټولنې لخوا استقبال شوې د دې ټولنې مشرې مایا مرسي د شنبې په ورځ په یوه بیان کې له شیخ نه د زړه له کومې مننه وکړه چې دا ډول اعلامیه یې خپره کړې چې موخه یې د اذهانو تنویرول او د حق ښکاره کولو پرته بل څه نه دي، ویلې یې دي چې هغه تل ټینګار کړی چې د اسلام حنیف دین تل د ښځې عزت کړی عدالت یې ورسره کړی او داسې بې شمیره حقوق یې ورکړي چې پخوا یې نه درلودل.

د الازهر شیخ د ټویټر په خپل رسمي اکاونټ کې د جمعې په مازدیګر  په ټويټ کې  شیخ الطیب ليکلي دي: مونږ ته له راپاتو مسایلو نه چې تر ټولو لومړی مسئله  چې نوي کولو ته اړتیا لري، هغه د ښځو قضیې دي، ځکه چې ښځه نیمه ټولنه ده، او اعتنا ورته نه کول مونږ داسې کوي لکه په یوه پښه چې څوک مزل کوي.

الازهر ټینګار کړی چې د ښځو د تعدد مسئله په یو زیات شمیر اړخونو کې د ښځې او اولادونو پر وړاندې یو ظلم دی او دا له هغو کارونو څخه دی چې د قران کریم او نبوي سنتو په اړه یې په فهم او تعبیر کې سم برداشت ندی شوی.

طیب په رسمي چینل کې په خپلو اونیزو څرګندونو کې زیاته کړې ده:

(څوک چې وایی چې د ښځو تعدد په اسلام کې اصل دی، دا خلک سهوه شوي زه د دې خبرې پوره مسؤلیت په غاړه اخلم ځکه چې په قران کریم کی اصل: فان خفتم الا تعدلوا فواحدة) دی.

طیب یو نابغه دی: وایی پر مونږ لازم دی چې د ښځو د تعدد په اړه ایت په کامل ډول ولولو، ځینې یواځې دا لولي چې: (مثنی و ثلاث و رباع) چې دا د آیت یوه برخه ده، پوره آیت نه دی بلکې له دې نه مخکې او وروسته هم یو څه شته چې باید ولوستل شي.

د الازهر شیخ پوښتنه وکړه چې:

آیا نن سبا یو مسلمان دا آزادي لرلی شي څو دوهمه، دریمه او څلورمه ښځه د لومړۍ ښځې پر سر وکړي؟ او که نه دا آزادي مشروط او مقیده ده؟

په دې معنی چې تعدد یو مقید حق دی، او مونږ ویلای شو چې په دې کې اجازه ده، او اجازه سبب ته اړتیا لري، که سبب وجود ونلري نو اجازه باطله ده، تعدد په عدالت پورې تړلی دی که عدالت نه وي تعدد حرام دی.

الطیب ټینګار کړی چې عدالت د تجربې لپاره ندی پریښودل شوی په دې معنی چې یو شخص دوهمه ښځه کوي که عدالت یې وکړ نو پر مخ دې ولاړ شي کنه نو طلاقوي به یې.

د عدالت په اړه له مجرد ویرې نه هم تعدد حرام دی، قران کریم وایی: “فإن خِفتُم ألا تعدلوا فواحدة”.

مخکینې مطلب

کندز: طالبانو يوه پوځي قرارګاه او دوه پوستې نيولي

بل مطلب

د سولې مشورتي لويه جرګه ځنډيدلې؛ ارګ وايي نږدې ورځو کې يې نيټه اعلانوي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com