(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۳)
افغان ولسمشر نن د ټاکنو کمېسيونونو د نويو غړو د لوړې په مراسمو کې وويل چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون، او ټاکنو شکاياتو کمېسیون هيڅ غړی به سياسي ګوندونو سره اړیکې نه ساتي.
اشرف غني، په ننيو مراسمو کې حبيب الرحمن ننګ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالأنشار او چمن شاه اعتمادي د شکايتونو کمېسيون د دارالأنشاء رئیسان وټاکل.
دغه راز غني وويل، په ټاکنو کمېسيونونو کې ټولې سرغړونې د عدلي ارګانونو له خوا څېړل کېږي او قانون ماتوونکو ته به جزا ورکول کېږي.
ولسمشر غني پرون يکشنبه د يوه فرمان په ترڅ کې د ټاکنيزو کمېسيونونو دولس نوي غړي معرفي کړل چې د رايه ورکولو په بهير کې يې تر نورو زياتې رايې وړې وې.
په دغه نويو کسانو کې سید عصمت الله مل، مولانا محمد عبدالله، اورنګ زیب او محمد حنیف دانشیار د پنځو او مسافر قوقندي، حوا علم نورستاني او رحیمه ظریفي د دریو کلونو لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کمیشینرانو په توګه ټاکل شوي دي.
همدا ډول محمد قاسم الیاس، زهره بیان شینوارې او مولوي دین محمد عظیمي د پنځو او محمد یونس طغرا او سید قطب الدین رویدار د درېیو ـ درېیو کالو لپاره د ټاکنیزو شکایتونو د کمیشینرانو په توګه ټاکل شوي دي.
په پارلماني ټاکنو کې د درغليو او فساد له کبله د يادو کمېسيونونو پر پخوانيو مشرانو تورونه لګېدلي و ځکه د لويې څارنوالۍ له خوا ممنوع الخروج اعلان شوي دي.















