سيکولر ولې له ملا او عالم سره دښمني کوي؟؟؟

ليکوال: غورځنګ
دا چې په اسلامي او بيا خصوصاً په افغاني ټولنه کې ملا د عالم دين معادل نوم او شخص دی او همداشان په دغو ټولنو کې هغه شخص ته ملا صاحب ويل کېږي کوم چې د ټولنې د نورو وګړو په نسبت زيات تقوادار، متدين، با اخلاقه، په دين مين، په دين سرښندونکی، په سختيو کې هم له ديني شعايرو څخه نه تېرېدونکی، د ديني شعائرو د توهين کوونکو پر وړاندې سپر او د انبياؤو ريښتينی وارث وي، نو طبيعي ده چې دغه رنګ شخص په اسلامي ټولنه کې د قدر او عزت وړ شخص وي.
همداشان د اسلامي ټولنې هر شخص د سختيو په وخت کې له ملاصاحب څخه مشوره اخلي او دا ځکه چې نوموړی شخص چې ملا صاحب بلل کېږي د هيچا لپاره په زړه کې کينه، بغض او عداوت نه لري بلکې له خلکو سره پخپله هم مينه او محبت کوي او نور هم تر خپل منځ ورولۍ، اتحاد او يووالي ته رابولي. او د اسلامي ټولنې له وګړو سره خواخوږي لري.
نو دې ته راځو! چې له دغسې يوه مخلص، متدين، اسلامي او معزز شخص سره سيکولر نومي اشخاص ولې دښمني او عداوت کوي او په سوشل ميډيا کې يې هر وخت په پر وړاندې خوله چوله کوي او هڅه کوي تر څو د ملا خدای ورکړی عزت وتروړي او ټولنه ورڅخه زړه تورې کړي. معاذ الله
له کومه وخته چې اسلامي نړۍ له کفري ډول ډول يرغلونو سره مخ شوې ده، له هغه وخته بيا تر ننه پورې سيکولر له ملا صاحب سره په دښمنۍ کې اخته دی، په داسې حال کې چې ملا صاحب د اسلامي ټولنې پرمختګ، اصلاح او امن غواړي. خو کفري يرغلګرو همېشه هڅه کړې ده چې په اسلامي نړۍ کې د دوی پر وړاندې جنګېدونکي ځواکونه ختم کړي تر څو دوی خپلو ناروا او شومو موخو ته په ډېر لږ بيه او قربانۍ ورسېږي، نو د دې لپاره يې د ټولنې معززه طبقه (عالمان) يا ووژل، يا يې تورو او وحشي زندانونو ته وې وړل او يا يې هم په داسې غير انساني تهمتونو باندې ورنګول چې هيڅ توجيه کېدونکي نه دي، دا ځکه چې د کفر پر وړاندې له هماغه پيله بيا تر اوسه پورې مسلمانانو د ملا صاحب تر قيادت او مشرۍ لاندې په مختلفو وختونو بېلابېل تحريکونه، پاڅونونه او اوښتونونه تر سره کړي دي او کفري يرغلګر يې له خپلو اسلامي هېوادونو څخه شړلي دي، همداشان په هر وخت کې کله چې کفارو او ملحدينو يرغلګرو غوښتي چې خپلې شومې او غير انساني موخې په اسلامي ټولنو کې پلې کړي نو پر وړاندې يې ملا يا عالم سنګر نيولی او مسلمان ځوانان يې د کفري يرغل پر وړاندې ګرمو سنګرونو ته رابللي دي تر دې چې د يرغلګرو موخې يې يا بشپړې له منځه وړي او يا يې هم لږ تر لږه له خطر سره مخ کړې دي. چې دا دی په اوسني وخت کې يې هم بېلګې ټولې نړۍ ته څرګندې او ښکاره دي.
نو غرب په اوس وخت کې د خپل يرغل د غزولو او پراخولو لپاره په اسلامي ټولنو کې د ملا يا عالم د عزت او قدر کمولو ته لومړيتوب ورکړی دی او د دې لپاره چې د ملا او يا عالم پر وړاندې د کفر پلانونه ښه په سرعت او تېزۍ سره پرمختګ وکړي نو په هره اسلامي ټولنه کې يې يوه ډله هغه خلک استخدام کړي چې په اسلامي نړۍ کې ټيټ او پست خلک دي او همېشه يې د خپل ژوند بقا له يرغلګرو سره په مرسته کې ليدلې ده، دغه ډول خلک په ډېرو کمو پيسو د غرب ګټو ته کار کوي او غواړي چې غربي تهذيب او تمدن په اسلامي ټولنو کې پلی کړي.
دغه ډول خلک د خپلې ټولنې معنوياتو ته هيڅکله ژمن نه دي بلکې يوازې د خپل ځان او بيا د خپلې خېټې او خپل ناروا معشيت غم ورسره وي.
ځکه نو دوی ته خپل بادار دنده ورکړې تر څو د اسلامي ټولنې معمار (عالم يا ملا ) په مختلفو تهمتونو باندې ورنګوي او په اسلامي ټولنو کې يې عزت او قدر کم کړي، خو په دې نه پوهېږي چې الله ج چا ته عزت او قدر ورکړی وي، انسان يې ورڅخه نشي اخيستلای.
نو سيکولران هم بايد پدې پوه شي چې د اسلامي ټولنې افراد او وګړي ملا يا عالم ته د تولنې د معمار او جوړوونکي په سترګه ګوري، ملا صاحب زمونږ د ابرو او عزت ګټونکی دی، ملا صاحب او عالم دین زمونږ د ټولنې امام دی او تل د اسلامي ټولنې داصلاح هڅه کوي. ځکه نو سيکولران دې خپل دغه ډول خوبونه اوبو ته ووايي او د دې ډول ګستاخۍ هڅه دې نه کوي، په دې ډول ګستاخيو سره به سيکولران پر ځای ددې چې خپلو موخو ته ورسېږي بلکې ځانونه به هلاک او تباه کړي.



