قطر کې د سولې په اړه مذاکرات ډېر پېچلي دي!!!

ليکوال: څارګر احمدزی

دا چې د روان ميلادي کال په ۲۵ نېټه په قطر کې د تېرې مياشتې د غونډو په تعقيب يو ځل بیا د امریکايانو اوطالبانو تر منځ خبرې اترې پيل شوې، دا خبرې په داسې حال کې پيل شوې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د امريکايي ځواکونو لخوا د عامو او ملکي افغانانو تر څنګ ديني اماکن يعنې مسجدونه او تاريخي مدرسې هم په نښه شوې،

له دې وروسته طالبانو هم په خپلو افرادو باندې غږ وکړ چې  د امریکا د دا ډول بريدونو په اړه جدي اقدام وکړي او له امريکايي ځواکونو څخه سرسخته انتقام واخلي، چې د طالب مشرانو د همدې امر په اساس سرتېري بريدګر د هلمند د شوراب په سیمه کې تر ټولو امن ځای (باسټن) بېز  چې د ميوند قول اردو هم نومېږي ننوتل. او هلته په مېشتو ګډو ځواکونو يې بريد پيل کړ.

ياد بريد که څه هم امریکايي رسنيو دومره زيات تعبير نه کړ خو بل خوا بيا طالب پلوه رسنيو وويل چې د باسټن يا شوراب په بريد کې يې تقريباً ۱۳۷ امريکايي پوځيان وژلي او تقريباً تر ۲۵۰ پورې داخلي پوځيان هم په ياد بريد کې وژل شوي دي.

راځو دې ته چې په قطر دفتر کې تېرې پنځه غونډې په داسې حال کې تر سره شوې دي چې له امريکايي پلاوي او طالب پلاوي څخه پکې بل چا ګډون نه درلود. خو دا غونډه په داسې حال کې پيل شوه چې د امريکايي پلاوی له پوره واک او اختيار سره قطر ته راغی او بل خوا بيا له طالب پلاوي سره هم  د دوی د مشر (ملا هبة الله اخوند)  مرستيال (ملا برادر اخوند) هم ګډون لري، ځکه نو دا غونډه د نورو هغو په نسبت پېچلې او مغلقه ښکاري.

داسې ښکاري چې د قطر په راونه غونده کې به په پېچلو مسائلو باندې له بحث څخه وروسته عملي کار هم پيل کېږي نو ځکه ډېره مغلقه او پېچلې ده.

د يادونې وړ ده چې د قطر په روانه غونډه کې د امريکايي پلاوي تر څنګ د ناروې هېواد ځانګړی استاز او د ملګرو ملتونو استازي هم ګډون لري او دا د دې لپاره، کله چې د سولې په اړه له دواړو اړخونو څخه کومه پرېکړه کېږي نو د ملګرو ملتونو او ناروې هېواد استازي به د دريمګړو او ضمانت ګرو په څېر رول لوبوي.

خو تر ټولو مهمه دا چې په وروسته کې د غونډې تر څو ورځې ځنډېدلو وروسته د امریکا د بهرنيو چارو وزير (مايک پمپيو) د يوې وينا تر څنګ د خپل تګ په اړه هم ويلي دي، همداشان داسې يې هم ويلي چې که له طالبانو سره کوم توافق ته ورسېږو نو داسې نه ده ګواکې مونږ د سوبې اعلان کوو بلکې مونږ غواړو چې د افغانستان مسأله د تفاهم له لارې حل کړو.

له پورتنيو خبرو وروسته که فکر وکړو نو شايد دې نتيجې ته ورسېږو چې د قطر غونډه خپلو مسائلو له مخې ډېره اهمه او ډېره پېچلې ده نو ځکه يې په اړه امريکايي چارواکي او سياستوال وخت ناوخته ګډوډې خبرې کوي.

مګر که د نوموړې غونډې بل لوري ته ځير شو نو وبه وينو چې د دې غونډې بل اړخ (طالبان)  بيا ډاډه دي او نه هم ګډوډې خبرې کوي، نه  افواهات کوي  بلکې يوازې د نوموړې غونډې سرټکي يادوي او وايي چې ( له امریکايي پلاوي سره د پوځونو د وتلو په اړه بحث روان دی او همداشان په دې اړه هم بحث کېږي چې د افغانستان له خاورې څخه بايد په ائينده کې هيڅ خطر متوجه نشي).

نو له دې ښکاري چې د قطر نوموړې غونډه ډېره پېچلې او مغلقه غونډه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button