شهــــادت

عُقابD جانان
شهادت ابدي ژوند دی، شهادت د رب نعمت دی
شهادت لويي اعزاز دی، شهادت ستر سعادت دی
شهادت د ژوند زکوة دی، صدقه ده نذرانه ده
شهادت د رب لقاء ته لنډه لار ده، قرابت دی
شهادت د ژوند بقاء ده، ابتداء ده، انتهاء ده
شهادت د رب رضا ده، کاميابي ده، بشارت دی
شهادت د عشق آغاز دی، نورو مينو نه ممتاز دی
شهادت په وچو شونډو د وصال شرين شربت دی
شهادت د مينې حق دی، شهادت پر عاشق پور دی
شهادت کې عجيب خونددی، شهادت کې ډېر لذت دی
شهادت د محمد رسول الله يو ستر ارمان ؤو
شهادت د اصحابانو ستر مقام او شان شوکت دی
شهادت “عُقابي” غوره طريقه د بندګۍ ده
شهادت عبادتونو کې ځانګړی عبادت دی



