واشنګټن ټايمز: طالبانو د امريکايي عسکرو د پاتې کېدو په اړه د خليلزاد وړانديز رد کړی
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۵)
د امريکا واشنګټن ټايمز ورځپاڼې په قطر د طالبانو او امريکايي لوري د خبرو په اړه نوي معلومات ترلاسه کړي.
سرچينې په يوه راپور کې ليکلي، طالبانو د امريکايي استازي زلي خليلزاد هغه وړانديز رد کړی چې ګواکې امريکايي عسکر به له درېيو تر پنځو کلونو له افغانستانه ووځي.
راپور زياتوي، طالبانو د خليلزاد د دغه وړانديز په ځواب کې ويلي چې امريکايي ځواکونه بايد د يوه کال په موده کې افغانستان خوشې کړي.
د سرچينې په وينا، تر اوسه د خليلزاد له لوري په دې اړه بل وړانديز نه دی شوی او دغه وړانديز د مذاکراتو په جريان کوم اثر نه دی کړی.
تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت له لوري د ورته ډول نوي پلان د جوړولو راپورونو ورکول شوي و.
دغه راز ځينو سرچينو هم ويلي و چې طالبانو ته په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د پنځو کلونو وړانديز شوی خو طالبانو دغه خبره رد کړې وياند يې ويلي و چې دغه ډول راپورونه تبلیغات دي او د امریکا له لوري د پنځو کلونو پاتې کېدلو هيڅ ډول وړانديز نه دی شوی.
په عين حال کې د افغان سولې لپاره د امريکا استازي زلمي خليلزاد په تازه ټويټ کې ويلي، چې دی او ډله يې له طالبانو سره په خبرو بوخته ده.
خلیلزاد وايي، د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير سره يې کتلي زياتوي سوله د ټولو اړخونو ملاتړ ته اړتيا لري او په دغه پروسه کې يې د سيمه ييزو هېوادونو د ورګډيدلو هرکلی کړی دی.



