(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۶)
د راپورونو له مخې د سوريې دولتي ځواکونو پرون د چهارشنبې په ورځ د سوريې او عراق پر پوله ۴۰۰ داعشي وسله وال نيولي دي.
د عربي اسکای نيوز ليکي، د سوريې الباغوز سيمه د داعش وسله والو تر ټولو وروستی مرکز دی چې ډلې ډلې داعشي وسله وال تسليميږي او يا هم د دولتي ځواکونو له خوا نيول کېږي.
سرچينې د يادو داعشي وسله والو د هويت په اړه څه نه دي ويلي خو ځينې ويډيوي راپورونه ښيي چې په دغه ډله کې د بيلابيلو هېوادونو وسله وال شامل دي.
د یوه بل خبر له مخې، د تيرې شنبې په ورځ د سوريې کردي ځواکونو په جګړو کې نيول شوي ۳۸۰ عراقي داعش وسله وال د بغداد حکومت ته سپارلي دي.
عربي سرچينې ليکي، د داعش وسله وال يوازې د سوريې په الباغوز او د ديرالزور ولايت د فرات په شرقي سيمه کې کلابند دي.
















